د پند او حکمت ويناوې په بشري نفسونو غښتلی تأثير لري

ژباړه: انـــدیال ســاپی

پيژندنه:

د پند او حکمت خبرې هغه نقل شوې ټولګټې ويناوې، لنډې او تأثير ناکې کلمې دي چې په يوه کلکه رايه او سمه پرېکړه مشتملې وي يا هغه ويناوې دي چې له تجربې، زيرکتيا کارونو د پوهاوۍ او جريانه زېږديدلې وي.

د پند، حکمت اوغوره ويناوې په غالبه توګه له عقلمند او پوهه انسان څخه صادريږي چې تجربو زيرک کړی وي او د مېړانې نښه يې پرې لګولې وي.

حکمتونه او غوره ويناوې په بشري نفسونو غښتلی تأثير لري ، انسان فضيلت او غوره والي ته هڅوي او د هغه نښې ورته ښکاره کوي ، د هغې ترلاسه کولو ته يې رابولي او په خپلولو کې يې ورسره مرسته کوي.

دا ځکه چې غوره ويناوې د عقل زېږنده، د تجربې ثمره او د فکر نچوړ دی.

حکم اوغوره ويناوې په شعر او نثر کې موندلی کيږي.

د مخکنيو پوهانو نه ډېر ټولګټي او ګټور وصيتونه راپاتى دي چې د ټولو راټولول ناشونی کار دی خو مونږ ترې دلته څو نمونې ذکر کوو.

⏺ عائشه- رضی الله عنها- فرمايي:

“د فضيلت او غوره والي لس خويونه دي چې په يو سړي کې موجود وي خو د هغه په پلار او زوی کې نه وي، په غلام کې موجود وي خو د هغه په بادار کې نه وي. الله تعالی يې هغه چاته ور په برخه کوي چې مينه ورسره لري، هغه دا دي: رښتيا ويل، ښه سلوک ، خپلولي پالل، د امانت ساتل، ګاونډي ته نېږدې والی او د هغه ضرر زغمل، سوال کوونکي ته څه ورکول، د نيکۍ او ښېګړې بدله ورکول، د مېلمه عزت کول، په وعده وفا کول چې د ټولو سر يې حيا ده”.

 

⏺ حسن رحمه الله فرمايي:

” د مؤمن ښه اخلاق دا دي: په قوت کې نرمي، په دين کې هوښياري، په ايمان کې يقين، د علم حرص لرل، په نفقه کې ميانه روي، په پراخۍ او راحت کې لګښت کول، په تنګسيا کې قناعت کول، خواري کښ او زيار ويستونکي سره نرمي کول، د حق ورکول او په نيکۍ کولو ثابت پاتې کيدل”.

⏺ مضقله بن هبيره وايي:

” ما له صعصعه بن صوحان څخه واورېدل چې د ابن عباس – رضی الله عنه- نه يې وپوښتل چې په تاسې کې مشري او سړيتوب د څه له امله دی؟ هغه ځواب ورکړ: د ډوډۍ په ورکړه، خوږې او نرمې خبرې کول، د خلکو لپاره د خير غوښتنه او بښنه کول، د سوال څخه ځان ساتل، د وړوکي او لوی احترام کول، او بل دا چې خلک ستا په وړاندې په حق کې يو برابر وي”.

⏺ ابو عمر بن العلاء ويلي دي:

” د جهالت په وخت کې به خلکو هغه څوک مشر کوو چې لاندې صفات به يې درلودل چې اسلام اوم صفت هم ورزيات کړ: سخاوت، د نورو سره مرسته کول، صبر، فصاحت او بيان، نسب او په اسلام کې ورسره پاک لمني هم ورزياته شوه”.

⏺ عاصم بن قيس ته وويل شول:” د څه له امله خپل قوم مشر وټاکلې؟ هغه وويل له دې کبله چې ضرر مې له خلکو بند دی، خير خواهي مې د ټولو لپاره ده، او د بې وزلو سره مرسته کوم”.

⏺ د فضيلت او غوره والي په اړه ويل شوي:

إن المكارم أخلاق مطهرة *** فالعقل أولها والدين ثانيها

والعلم ثالثها والحلم رابعها *** والصبر خامسها والصدق سادسها

والشكر سابعها والجود ثامنها *** والرفق تاسعها واللين عاشرها

ژباړه: فضيلت او غوره والی سپيڅلي اخلاق دي چې اول يې عقل، دوهم دين، دريم علم، څلورم حلم او حوصله ، پنځم صبر ، شپږم رښتيا ويل، اوم شکر، اتم سخاوت، نهم نرمي او لسم یې اوږه ټيتول دي.

⏺ د مروت او سړيتوب په ستاينه کې ويل شوي:

سړيتوب له ځانه د ټيټو او کمزورو خلکو سره انصاف کول او ځان لوړو ته رسول ، د نيکۍ او احسان په مقابل کې نيکي کول.

⏺ بل ځای ويل شوي:

د يو انسان سړيتوب د ژبې رښتينولي، د ګاونډيانو د تکليفونو زغمل، او د خپلو هم زمانه خلکو لپاه د خير پلټنه کول او همدا راز د لرې او نږدى ګاونډي څخه ضرر منع کول.

⏺ دسړيتوب او مروت د وياړنې په هکله ويل شوي:

سړيتوب او مروت دا دی چې کله څه درکړي شي نو شکر يې ادا کړه، او کله چې په سختۍ او تکليف امتحان شي نو صبر وکړه، او کله چې په غچ اخيستلو بريالی شې نو بښنه وکړه او کله چې ژمنه وکړي پوره يې کړه.

همدا راز ويل شوي چې ښه سړيتوب: نيکې رويې، د شرمګاه او ژبې ساتنې او د هغه څه پرېښودلو ته وايي چې انسان عېبجنوي.

⏺ يو حکيم له بل څخه وپوښتل:

سرلوړي او مشري څه ته وايي؟

هغه ځواب ورکړ ښه کار کول او د نورو زياتی زغمل.

هغه بيا وپوښتل: فضيلت او غوره والی څه ته وايي؟

هغه وويل: له ضرره ځان ساتل او نورو ته خير رسول.

بيا يې وويل: ستاينه څه ته وايي؟

هغه وويل ادب خپلول او د نسب رعايت کول.

بيا ورڅخه وپوښتل شو: شرافت څه ته وايي؟

هغه وويل تاوان قبلول او د فضيلت د ترلاسه کولو کوښښ کول.

بيا يې ترې وپوښتل: مروت او سړيتوب څه ته وايي؟

هغه وويل د حق پېژندل او همېشه لپاره نيکي کول.

بيا يې ترې وپوښتل: نرمي څه ته وايي.

هغه ځواب ورکړ: د سوال کوونکي سره مينه کول او هغه ته څه شی ورکول.

بيا يې ترې وپوښتل: کرم څه ته وايي؟

هغه وويل په سختۍ او راحت دواړو کې رښتيني ورورولي کول.

————————————-

* مأخذ: ناوړه اخلاق – بيلګې – لاملونه – تداوي (ناچاپه).

ليکنه: محمد بن ابراهيم الحمد

ژباړه: انديال ساپى