د ښه خوب لپاره د خونې کړکۍ پرانیزئ!

د هالنډ هیواد ایډونوا پوهنتون په یوه څیړنیز راپور کې ویل شوي دي چې د خوب خونې کړکۍ پرانیستل مو د خوب په ښه کولو کې درسره مرسته کوي.

د خوب پر مهال کړکۍ یا دروازه پرانیستل په کاربن ډای اکسایډ کمولو او د هوا د جریان او تازه ساتلو کې مرسته کوي، چې د څیړنې پر اساس د ځوانانو لپاره د خوب کیفیت ښه کولو غوره لار ده.

د ایډونوا ټیکنالوژۍ پوهنتون څیړونکی لیکوال ډاکټر اسش میشرا ویلي: مونږ د ژوند دریمه برخه په خوب لګوو، مګر زمونږ د خوب چاپیریال د هوا کیفیت ته په کتلو سره جوړ نه دی.

د ډاکټر میشرا په مشرۍ د څیړنې لپاره دغه تجربه د دوو شپو لپاره په ۱۷ رضاکارانو وازمایل شو، یوه شپه دوی هر یو جلا جلا خونه کې له پرانیستې کړکۍ سره بیده شول، او په بله شپه همدغه کسان جلا جلا له بندې کړکۍ سره بیده شول، له دې وروسته څیړونکو د کاربن ډای اکسایډ کچه، د تودوخې درجه، شور او غږونه او په هوا کې د نمي څارنه وکړه.

همدارنګه یې د اثبات لپاره د خوب پر وخت د خوبیولو حرکتونه تعقیب، د تودوخي درجه، او د بستر حرارت اندازه معلومه کړه، او د احتیاط له کبله یې له رضاکارانو غوښتي وه چې الکوحل او کافین څښاک څخه ډډه وکړي څو پر خوب منفي اغیز ونکړي.

له بند چاپیریال (د کړکۍ بندول) څخه معلومه شوه چې خونې ته هیڅ کوم غږ او شور نه راتله خو د کاربن ډای اکسایډ او کاربن مونو اکسایډ او نورو موادو کچه خورا اوچته شوه، او په خونه کې د تازه هوا کموالي محسوس کیده، چې د خوب پر وخت یې انسان تنفس کړي او دا روغتیا ته زیان رسوي.

له بل اړخه له پرانیستي چاپیریال څخه مثبت اغیز وښودل شو، کومه چې د څیړونکو غوښتنه وه هماغسې کچه وښودل شوه، که څه هم د تیر په نسبت یخوالی محسوسیده خو د هوا نمي کچه له ترتیباتو سره کوم چې د څیړونکو لخوا نیول شوي و، ورته وه، په ځانګړي ډول د کاربن ډای اکسایډ کچه ټیټه وښودل شوه، چې خوبولي کولی شول تازه هوا تنفس کړي او روغتیایي حالت یې سالم پاتې شي.

په مجموعي ډول د کړکۍ د پرانیستلو پر وخت د خوب کچه خورا ښه او روغتیا لپاره ګټوره وه چې د انسان بدن/پوستکي حرارت درجه او کاربن ډای اکسایډ کچه ټيټه ښودل کیده.

ډاکټر میشرا زیاته کړه، که تاسې نه غواړۍ د شور او امنیت له کبله مو د خونې کړکۍ خلاصه پریږدۍ نو مناسب بدیل دادی چې داخلي دروازه یو څه اندازه پرانیستې پریښودل شي څو د کاربن ډای اکسایډ کچه ټیټه او تازه هوا مو خونې ته داخله شي.

د پورتګال لیزبون پوهنتون یوه څیړونکی چې په اروپا کې د څیړنیزې ډلې برخه دی، خو د یادې څیړنې پر وخت موجود نه و، د خوب د نه شتون او یا خرابوالي لاملونه یاد کړي، چې خوب له ډیرو لاملونو اغیزمن کیږي، لکه روغتیایي او احساساتي حالت ښه نه وي، د خوب خونه په مطلوبو شرطونو پوره نه وي او د هوا د تودوخې په ګډون د چاپیریال حالت راګیر او تنګونکی وي.

د یادونې وړ ده چې د دیني لحاظه د اړتیا لپاره ځینې کړکۍ پرانیستل له هغه حدیث سره چې د شپې پر وخت د کړکۍ بندولو په اړه راغلی ستونزه نه لري.