د کم خونی (د ويني کمښت ) سببونه اونښی نښانی :

لیکنه: داکتر عبدالصمد نظری

دنړيوال روغتیاسازمان دراپور پراساس دنړي نفوس ٪۳۰ فیصده او په ښځینه وو کی دريمه برخه ( 1/3) دښځو د ويني دکمښت اټکل شویدی.

دويني په کمښت کی مهم د وینی سره حجری یا سره کرویات دی چه وظیفه یی دتازه اکسجن او تازه هوا رسول دبدن ټولوبرخوته اوپه مقابل کی دبدن دغړو څخه ککړه هوا یا کاربن ډای اوکساید راټولول او د سږي(شش)په واسطه دخولی دلاری خارجول دی.

کله چه دوینی مقدار یا ددغه سروحجرومقدار کم شی دانسان په وجودکی مختلفی نښی نښانی ورکوی چه نښی نښانی یی په لاندی ډول دی

دويني دکمښت نښی نښانی:

* دپوستکی رنګ یی سپیره اوخاکي وی

* دسترګو رنګ یی لږ ژړوالی لری

* کله کله سپکه تبه اوسستی ورسره وی

* دنوکانوشکل یی د کاچوغی په شکل وی

* سپک سرچرخی اودسردرد ورسره وی

* دحرکت په وخت کی دزړه ضربان ورسره وی

* خستګی اوبی اشتها یی ورسره وی

* دلږکارپه کولوسره دستړیا حس ورپیداکیږی

* ژر ستړي کيږي

د ويني د کمښت دپیدا کیدو اصل میکا نیزم دادی چي یا د وجود څخه وینه ضایع شی یا په وجود کی دسرحجراتو په تولید کی کمښت راشی یا داسی وی چه په وجودکی دسروحجروپه مصرف کی زیاتوالی راشی چه دا دری سره حالتونه مختلف سببونه لری چه لاندی ډول دی

د ويني دکمښت سببونه:

1 دوجود د اوسپنی کموالی

2 دوجوڅخه وینه تلل

3 د کلمو اومعدی زخمونه

4 بوسرا ناروغي

5 دمعدی او کلمو سرطان

6 دوینی سرطان

7 درګوناروغي

8 پرازیټ او میکروبونه

9 حامله توب، تی اوشیدی ورکول

10 دحیض په مرحله کی دوینی ضایع کول

11 داوږده وخت لپاره دپښتورګی(ګردو)ناروغي

12 زیاته وینه ورکونکی خلګ

13 دسږی یا شش ناروغي

14 سرطان یا کنسر

15 دهډوکی ناروغي

16 د ایډز ناروغي

17 عملیات یا جراحی

18 بی کیفیته غذاګانی خوړل

د ويني دکمښت تشخیص:

د ويني دکمښت( کم خونی) تشخیص ساده او اسانه دی اما د ويني دکمښت (کم خونی) سبب پیداکول په وجودکی لږ مشکل کاردی .د ويني دکمښت په تشخیص کی د هیموګلوبین او دهیماتوکریت د مقدارچخه استفاه کیږی او د ډاکتر له طرفه تفصیل کیږی.

د ويني دکمښت (کم خونی) تداوی:

د ويني دکمښت د تداوی لپاره مختلفی دواګانی سته خو د دواګانو دلیکولوڅخه یی تیریږم هغه غذاګانی او خواړه چه د ويني کمښت لپاره ګټوری دی په لاندی ډول دی

* سره غوښه

* دچرګ غوښه

* هګی

* ماهی

* دغنمو ډوډی

* وچ (خشک) کشمش (مميز)

* وچ (خشک) زردالو

* بادام

* پلی

* جوز

* سره لوبیا

* ینه (جګر)

* پالک

خدای دی وکړی چه معلومات مو د خوښی او دفایدي وړګرځیدلی وی .