ستاسې د څو هېوادو نومونه زده دي؟

ښايي ستاسې به د لسو، شلو يا دېرشو هېوادونو نومونه په ترتيب زده وي. که دغه خبره زموږ او ستاسې ماشومانو ته واوړوي، نو ښايي، يوازې د افغانستان نوم يې زده وي، خو پوهېږئ په نړۍ کې يو داسې ماشوم هم شته چې د درستې نړۍ د هېوادو نومونه لکه بلبل داسې اخلي.

دغه شپږ کلن ماشوم میډن لینډیشو نومېږي او د داسې عجیبه ذهن مالک دی چې د نړۍ د ټولو هېوادونو نومونه یې په ترتیب سره یاد دي او بې له کوم لهجوي توپیره یې نومونه اخلي.

اوس څېړونکي وايي، د دې ماشوم ذهن دومره تېز دی چې کولای شي، هر څه په دقیق ډول او ډېر ژر یاد او په حافظه کې وساتي.

د دې ماشوم مور او پلار وايي، زوی یې له کوچنیوالي ذهین و او له همدې کبله دوی هم زیات وخت ورکړی چې هر څه په سم ډول وپېژني او زده کړي.

سرخط ویب پاڼه