ستونزه بدن کې نه ده په زړه کې ده!

۱- کله چې مسلسل ساعتونه کار کولی شم او لمونځ کې لنډ سورتونه او زر زر يې کوم نو ستونزه زما بدن نه بلکه په زړه کې ده.

۲- په عادي کارونو لډو، قطو او ساعت تېريو شپه سبا کوو، خو د شپې لمونځ يا تهجد نه کوو ستونزه زموږ په بدن نه بلکه زموږ په زړه کې ده.

۳- پوره دولس کاله مکتب ته ماشومان سهار وختي پاڅولی شو خو لمونځ ته يې نه پاڅوو او حتی خپله هم هم کار ته وختي پاڅو خو لمونځ ته نه، ستونزه زموږ په بدن نه بلکه زموږ په زړه کې ده.

۴- نيم ساعت او يو ساعت خبرونه ګورو، درې ساعته فلم ګورو پوره ورځ کرکټ ته کېنو خو قران کريم ته نيم ساعت نه شو ورکولی ستونزه زموږ په بدن کې نه بلکه زموږ په زړه کې ده.

۵- چکرو ته وتلی شو، لوبې کولی شو، خندا او قهقې کولی شو خو د الله تعالی وحدانيت او طاعاتو لپاره خلوت نشو کولی نو ستونزه زموږ په بدن کې نه بلکه په زړه کې ده.

کاپي: اصغرصالح