دا ډېره عجیبه خبره ده چې یو سړی د سهار لخوا د سر دردۍ شکایت کوي، ځکه چې سهار وخت انسان له خوبه راپاڅیدلی وي او په عمومي ډول یې د نور وخت په پرتله ماغزه ارام او تازه وي.
دا حالت ډېرې پوښتنې راولاړوي، خو په عام ډول ناروغان شکایت کوي چې د شپې لخوا بې خوبي سهار کې د سر دردۍ لامل کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» په وینا، په نړۍ کې له شلو کسانو څخه یې یو –چې بالغ وي- روزانه له سر دردۍ شکایت کوي.
د «میډیکل نیوز ټوډی» د ویب پاڼې په خپاره شوي راپور کې د سهار لخوا د سر دردۍ رامنځته کېدو پنځه لاملونه ښودل شوي چې په لاندې ډول دي:
- په خوب کې ستونزه لرل
په خوب کې ستونزه لرل د سردردۍ له سترو لاملونو څخه دی، لکه انسان د شپې لخوا خوب کې خریږي او یا په ساه اخیستو کې مشکل لري، ځکه په خوب کې خریدل دا جوته کوي چې انسان له نورو ناروغیو (لکه د خولې او پوزې لخوا تنفس اخیستل) سره مخ دی.
د سر دردۍ نه د خلاصون لپاره پوهان وایي چې خوب باید د ۷ او ۹ ساعتونو ترمنځ وي، او له دې څخه خوب کمول یا زیاتول د سر دردۍ لامل کیږي.
د ښه او روغتیایي خوب لپاره باید له لاندې نسخو کار واخیستل شي:
روزانه وختي په یو وخت ویده کیدل او سهار وخته په یو وخت پاڅيدل.
د شپې لخوا د کافي، نیکوټین او الکولو نه استعمالول! ځکه چې دا خوب تختوي.
د شپې لخوا اعصاب ستړي کونکي کارونو څخه ځان ساتل! لکه تلویزون یا انټرنیټ استعمالول.
د خوب پر مهال د خونې روښنایي بنده ساتل.
بستر ته له تلو مخکې غسل او په منظمه توګه اسانه تمرین کول.
- خپګان او اندیښنې
بې خوبي یا استراحت نه کول خپګان او اندیښنې زیاتوي، چې د سهار سردردۍ لامل کیږي.
په ۲۰۱۶م کال کې څیړونکو د لس زره کسانو معلوماتو راجمع کولو څخه وروسته معلومه کړه چې هغه کسان خپګان او اندیښنې کوي خوب یې کم وي، چې د سهار لخوا د سردردۍ لامل جوړیږي، ددې لپاره باید ډاکټر ته رجوع وشي.
- الکول او نشه یي توکي استعمالول
څیړونکو په ۲۰۰۴م کال کې د سردردۍ او د الکولو څښاک او نشه یي توکو استعمالو ترمنځ اړیکې تعقیب کړې، او ددې لپاه له ۱۹۰۰۰ څخه پر زیاتو کسانو څیړنه ترسره شوه چې په پای کې وموندل شوه چې د الکولو او نشه یي توکو استعمالول د سردردۍ لامل کیږي، نو له دې امله دوی سپارښتنه وکړه تر څو د سردردۍ مخنیوي لپاره ددغه شیانو مخه ونیسي.
- غاښونه کرپول
څوک چې د غاښونو ناروغي لري د شپې لخوا په خوب کې غاښونه کرپوي، چې د خوب د خرابوالي لامل کیږي، چې په پای کې د سهار پر وخت د سردردۍ لامل جوړ شي.
په خوب کې په کلکه غاښونه له یو بل سره کرپول تر دې اندازې اواز کوي چې خوبوړی له خوبه راپاڅوي چې د غاښونو د درد لامل کیږي، څوک چې له دغه رنګه ناروغۍ سره مخ وي هر وخت یې په ژامو، مخ او غوږ درد وي.
- جدي روغتیایي ستونزې
سردردي یا مطلقې درد ممکن انسان له نورو خطرناکو ناروغیو لکه عصبي تکلیف، دماغي پړسوب، ناڅاپي فشار پورته کیدل او د ماغي سکتې سره مخ کړي.
که چیرې ناروغ له لاندې ډوله ناروغیو سره مخ کیږي لکه: اوونۍ کې دوه ځله سردردي، د عمر زیاتېدو سره سردردي زیاتېدل او یا د سردردۍ پر وخت د زړه بدوالي، کانګې او یا تبې سره مخ کیدل- دغه ناروغ باید ډاکټر ته ژر تر ژره ځان وښایي.
داکتر عبدالرازق مهربان