له انار سره ځانګړې مرکه !

 

له خواړه سره زما خواله تر عنوان لاندې د پرلپسې مرکو په برخه کې مې دا وار انار غږولی او د زړه خواله مې ور سره کړي. انار هم ځان ته یو څه وايي: زما پوښتنو ته یې ناشنا ځوابونه ویلي، مرکې ته مو رابولم او هیله مند یم چې دمرکې تر پایه راسره واوسئ او په پایله کې به یې تاسو هم انار پوره و پېژنئ.

مرکیال: که څه هم ستاسو نوم د شهرت اوج ته رسېدلی، رنګ، خوند او زېبناکه چهره مو هر چالیدلې، رنګ مو ښکلی او خوند مو لا پسې خوندور دی، خو! له دې هر څه سربېره که تاسو درنو لوستونکو ته خپل ځان معرفي کړئ؟

انار: په پښتوکې مو نوم انار دی.عربان راته رومان وايي او انګریزان مې (pomegranate) بولي. ځینې پښتانه راته بیا نار او ننګوړی هم وایي او ونه مې ننګروسه بولي.

نن سبا په ډېرو هیوادونو کې کرل کېږم. خوند مې کله خوږ، کله تروش او کله هم د خوږ او تروش ترمنځ وي.

د الله تعالی یو له هغو زرګونو نعمتونو څخه یم او د جنت له مېوو څخه یې هم شمارل کېږم. په قرآن کریم کې مې هم نوم یاد شوی، لکه څنګه چې الله تعالی د سورة الرحمن په ۶۸ آیت کې فرمایي [فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ 68] (په هغو دو(جنتونو) کې مېوې ، خورما او انار شته).

هو! زما په دغه مېوه کې الله تعالی ځانګړي خصوصیتونه اوصحي ګټي ایښي دي چې ځيني یې په لاندي ډول دي :

۱ – زما (انار) خورک د زړه او د شریانو ساتنه کوي ، ځکه چې زه په وینو کې د کولیسترول مقدار معتدل ساتم.

۲ – د اشتها په سمون کې ځانګړی رول لوبوم .

۳ – د بدن د حرارت درجه ټیټوم چې د تودې تبي په حالت کې د درملني لپاره زیات کارول کیږم .

۴ – د کولمو دناروغۍ په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره خاصه ګټه لرم .

۵ – د “انیمیاء” (دویني د کموالي د ناروغۍ) ښه درملنه کوم .

۶ – د بواسیر هغه ناروغي چې بې شمېره کسان سر ترې ټکوي ، انار زیاته ګټه ورته کوي .

۷ – زما په خوراک سره مېرمني ته د ولادت مرحلې اسانه کوم ، ځکه چې زه هغه مهال د رحم عضلات سستوم.

۸ –د سرطان د ناروغۍ لپاره هغسي ګټور یم چې له قیمت څخه یې انکار نه شي کېدلی.

۹– د ورۍ د ناروغیو لپاره زیاته ګټه لرم .

۱۰- معدې او هضمیې لپاره بې مثاله شی یم.

۱۱ – د سترګو د ناروغۍ په صحت کې ځانګړی رول لوبوم او له هر ډول جراثیمي عناصرو څخه یې ژغورم .

۱۲ – د سر درد له ناروغۍ څخه نجات بښونکی یم

۱۳- له سرطان ناروغۍ څخه د تي ساتنه کوم.

۱۴– ستړیا او بې قراري له منځه وړم .

۱۵ – ځواني تر ډېري مودې قراره ساتم او دسپین ږیرتوب له اثراتو څخه ژغورنه کوم.

 

مرکیال: نور ډولونه هم لرې ؟ او که ځواب مو هو وي، دغه ډولونه مو په کومو نومو یادیږي او کومې ځانګړتیا وې لري ؟

انار: هو! په افغانستان کې او بیا په خاصه توګه په کندهار کې مې داسې ډول هم شته چې ډېر خوږ دی، دانې نه لري په بېدانه مشهور دی. پوټکی، مغز او دانې یې ډېرې نرمې او پستې دي. خوږ یا شیرین ډول مې د سینې او سږو لپاره ګټور دی. خو تروش ډول مې بیا سینه وچوي او د هغو کسانو لپاره ښه نه دی چې دسینې درد لري لا هم ټوخلې نیولی وي. هغه کسان چې ځیګر(ینه) یې ګرم وي زما تروش ډول له بلې هرې میوې ورته ګټور دی.

مرکیال: څومره چې لیدونکو ته ګرد مرد،. ښایسته او پړسېدلی برېښې ایا ویلی شې چې په رښتیا همدوره ښایسته او ګټور هم یې ؟ که لږ څه د ځان په هکله وغږېږئ ؟

انار: په ما کې خوارکي مواد لږ دي، څومره چې غواړئ داې، بي، سي او اي پرېمانه ویټامینونه لرم. لږ اندازه اوسپنه او نور ګټور فلزات هم لرم چې زما هضم یې سخت کړی دی او پړسېدلی ښکاره کېږم. خو داسختي او پړسوب د نورو مېوو په ډول نه دي او ژر ورکېږي.

زما بله ځانګړنه داده چې اوبه مې له زړیو سره د دانې له خوړلو خورا سختې دي. ځکه چې د دانو د زړیو (هستو) مغز لږ نرم دی او سخت پوټکی یې کولمې مینځي په بله ژبه جارو کوي يې. زما د مېوې اوبه تانن لمبات( قند) او د کره مانانتین په نوم بله ګټوره ماده هم لري چې د ینې یا ځیګر ملګري دي هغه پاکوي او په پایله کې دمخ او نور برن رنګ روڼ او غوړيږي. زه د اې ویټامین په لرلو سره د ماشومانو په وده کې مرسته کوم، دبي ویټامین په لرلو سره عصاب پیاوړي کوم، محکومي، شک او دوه زړي توب له منځه وړم.

اوپه ټوله کې دحامله و ښځو لوږه درملوم.

مرکیال:که په وختونو کې هغه وخت راته په ګوته کړئ چې ستا (انار) خوراک په کې خوړونکو ته ګټور وي او یا هغه کوم وخت دی نسبت سره نورو ته چې ستا خوراک په کې انسان ته زیات ګټور وي؟

انار:زما دخوړلو خورا ښه وخت سبا ناری ( ناشتا) ده. که زما دخوړلو پر مهال پر ما ګلبرګ واچوئ پر دې سربېره چې بوی به مې خوږ وي له هضم کېدلو سره به مې هم مرسته وکړئ.

مرکیال:که دا راته ووایې چې کومې ناروغۍ زیاتې درملوئ ؟ له دې سر بېره او په ټوله کې که د خپلو اوبو په ګټو راته لږ رڼا واچوئ ؟ چې اوبه مو کومې ګټې لري او کومو امراضو لپاره ګټورې دي؟

انار: زه تشې متیازې (ادرار) زیاتوم. جنسي عرایز یا غوښتنې پیاوړي کوم او اسهال هم درملوم. زما دځنګلي مېیوې دانې داسهال په درملنه کې ډېرې مشهورې دي. دا دانې په اوبو کې وځوښوئ، چاڼ یې کړئ او اوبه یې وڅښئ، چې اسهال مو بند شي. دادول دانار وچې دانې یا دځنګلي انار ددانو په کچه وریژې او له پوټکي ویستل شوې وربشو سره ګډې کړئ، په اوبو کې یې وځوښئ اوله پاکولو وروسته یې داسهال یا پېچ په درملنه کې اغېز وګورئ.

دغه نسخه د معدې دزخم او دکولمو دپړسوب په درملنه کې هم خورا ښه نتیجه ورکوي.

په خوله کې زما دتروشې مېوې اوبه غړغړه کول اونیول دخولې دانې له منځه وړي او وورۍ پیاوړې کوي. هو! زما تروشه مېوه هغو کسانو ته ښه نه ده چې معده او کولمې یې زخمي وي.

زما اوبه د پېڼډیو، فسنجان( په سابو کې میده شوي چارمغز) دانار اش اونورو خوراکونو د مزې دښه کولو لپاره خورا غوره اوبه دي او د تانن او اوسپنې په لرلو سره ددغو خوړلو رنګ توروي.

که دا اوبه له ګبینو سره مخلوطې کړئ، دپوزې دزخم او پوټکي یاجلدي دانو لپاره ګټور یم خو په دې شرط چې له پاسه یا بهر پرې ووهل شم.

د سینې د درد او ټوخلې د درملنې لپاره سپارښتنه کيږي چې له شکرې او نشایستې سره زما د مېوې خوږې اوبه وڅښل شي او د یرقان یازېړي د درملنې او دسپرز د اصلاح لپاره هم ګټور بلل کېږم.او ماته په بد زړه هم ونه ګورئ! ځکه زه ټول په ټوله ګټور یم او ګټور شي سره باید مینه وشي، قدر یې وشي!.

مرکیال: هو! بلکل اناره وروره پر مونږ ګران یې، د مینې لایق یې او ستاسو قدرباید وشي! خو انارره وروره که په اخر کې د خپلې ونې په هکله راته ووايې چې ونه دې هم ستا په څېر ګټوره ده او کنه ؟ که ځواب مو هو، وي، نوکومې ځانګړې ګټې لري؟

 

انار: هو! زما د ونې ټولې برخې ګټورې دي. دمېوې پوټکی، د تنې پوټکی او درېښو (جرړو، ولو) پوټکی مې په درماني او صنعتي برخو کې کارول کېږي او زما له ګل نه هم استفاده کېږي.

زما د مېوې پوټکی په رنګرېزۍ او څرمن جوړونه کې پخوا کارول کېده اوخورا ښه کالي به پرې رنګېدل.

دسوړ مزاجه کسانو لپاره تاواني ده او دځیګر جاذبه کموي. خوپه بدل کې زما خوږه او شېرینه مېوه د صفرا لپاره ښه ده، معده او ینه پیاوړې کوي. صفراوي تبې، زېړی او جلدي ناروغۍ درملوي.

زما د سټې(ساقې) او رېښې پوټکی ۲۲ سلنه تانن لري، پردې سربېره په فارمیسي( درمل جوړونه) کې ترې څلور کیمیاوي مادې ترلاسه کوي، چې ټولې دکدو دانې چنجي لپاره کارول کېږي.

تاسو د کدو یا کدودانې چنجي د درملنې لپاره زما له پوټکي، رېښې او ساقې څخه نیغه (مستقیمه) استفاده کولی شئ او د دې لپاره د رېښې د پوټکي یاد هغې دوچ ډول۶۰ ګرامه راواخلئ، شپږساعته یې په اوبو کې واچوئ دا اوبه دې هم ۷۵۰ ګرامه وي وروسته یې وځوښئ، چې حجم یې نیم لېتر شي، بیا یې چاڼ کړئ، بیا یې په دریو برخو ووېشئ، هره برخه له یوه نیم ساعت(۹۰ دقیقې) وروسته وڅښئ، له دوو ساعتونو وروسته دمعدې او کولمو پاکونکي درمل وخورئ، بیا د کدو چنجي د غورځېدلو تماشې( نندارې) ته منتظر شئ.

د ماشومانو لپاره د پورتنۍ نسخې د کارولو طریقه داده چې له شپږو یوه برخه لا هم له دریو یوه برخه وڅښي. هغه ملهم چې زما دزړي او پوټکي په پخولو سره یي جوړولی شئ، د جلدي ناروغیو په تېره بیا داګزما لپاره ګټور دي او خارښ له منځه وړي.

زما اوبه خما( له شرابو وروسته نشه)، غم او غوسه ورکوي. وچې دانې یاځنګلي مېوه مې له تازه هغو ډېره قبض(په معده کې خوشکي) پېدا کونکې ده، جوشانده یې وورۍ محکموي او زما د ګل جوشانده د ووریو د وینې کېدلو دمخنیوي لپاره هم وړاندیز کېږي. پای