د ګرمۍ په ډېرېدو سره د ليمو کارولو کې هم زياتوالی راځي. ليمو نه يوازې دا چې ګرمي له منځه وړي او د انسان تنده ماتوي، د ګڼو مرګونو ناروغیو په درملنه کې هم مرسته کوي.
روغتياپوهان وايي، چې لیمو د لاندې ناروغيو په درملنه کې ګټور دی:
د زړه ناروغۍ:
ليمو له وټامن سي څخه ډک دی چې په يوه ليمو کې نږدې ۳۱ ملي ګرامه وټامن سي شته، روغتيا پوهان نږدې هر چا ته په ورځيني توګه د دومره وټامن سي خوړلو ټینګار کوي.
وټامن سي له يوه پلوه انسان له ګوزڼ څخه خوندي ساتي او له بل پلوه د زړه د ناروغيو مخنيوي کوي. د روغتيا پوهانو په اند د لیمو هره ورځ کارول د زړه د ناروغيو مخه نيسي.
د وزن کمول:
د وزن کمولو څو طريقې شته، خو د خېټې يا هاضمې د نظام سمولو او کوليسټرول د کنټرول له لارې چې کومه طريقه ده، ډېره ګټوره او کامیابه ده.
ليمو کې د هاضمې سيستم د سم ساتلو او کوليسټرول د کنټرولولو ځانګړتيا شته.
د بډوډو (ګردو) تېږه:
ليمو کې موجود سېټريک اسيد، پوتاشيم، کلسيم او نور توکي ګردو کې د تېږې د پيدا کېدو مخه نيسي.
په ورځيني توګه د ليمو استعمال د تشو متيازو سيستم روغ ساتي چې له مخې يې بډوډو کې د خرابۍ رامنځته کېدو مخه نيول کېږي.
خو د ليمو اوبو کې د بورې ورزياتولو سره ګرده کې د تيږې د پيدا کېدو ګواښ ډېرېږي.
د وينې کمېدل:
ليمو کې موجود وټامن سي د اينيميا يا وينې کمښت مخه نيسي او د بدن اوسپنه پوره کوي، چې په پوره توګه د وينې د کمښت مخه نيسي.
له يوې څېړنې سره سم له ليمو سره د اوسپنه لرونکو خوړو کارول بدن کې اوسپنه په ښه توګه جذبوي او ټولې ګټې يې ورکوی.
د کېنسر يا سرطان ګواښ کموي:
له څېړنو سره سم ګڼې مېوې او ترکارۍ د سرطان ګواښ کمولو کې مرسته کوي، او د سېټريک اسيد لرونکي مېوې هم د دې ناروغۍ مخه نيسي.
ليمو کې پراته ليمونين، کراپټوکسينتهن، هيسپيريډن او نيرنګينین توکي د سرطان ګواښ کمولو کې ډېر ګټور دي.
نورې ګټې:
پر دې سربېره ليمو د ګېډې او هاضمې د ناروغيو مخه نيسي، طبيعت او ساه اخيستل تازه ساتي، پوستکي ښه کوي او د ګوزڼ د مخنيوي په شمول ګڼې نورې روغتيايي ګټې لري.
خو روغتياپوهان خبرداری ورکوي، چې د ليمو ډېر کارول د غاښونو له پاره زيان پېښولی شي. خو که د ليمو له خوارک وروسته تر نيم ساعت پورې د غاښونو برش ونه کارول شي، دغه زیان کمېږي.
لیکوال:تميم ځاځی