د ماشومانو له خوړو د خوږو کمول اسانه کار نه دی، خو د هغوی پر روغتیا اغېز لري
د ماشومانو لخوا د خوږو خوړلو اندازې سره د مقابلې لپاره د یوې سوېډنۍ مور بریالیتوب په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو کسانو پام ورګرځولی دی. هغه توانېدلې د خپلې لور د خوږو موادو کارولو کچه کنټرول کړي او روغ ماشوم ولري.
مېرمن لارسن پرېکړه وکړه چې د خپلې څلور کلنې لور له خوړو خواږه لرې کړي، خو ورسره د ماشوم جنجال او بدخلقي ډېره شوه.
هغې د خوږو له بندېدو وروسته د یوې مودې لپاره خواړه نه خوړل او یواځې یې غوښتل چې خواږه او خوږې مستې وخوري.
د خوږې بندولو لپاره د مېرمن لارسن تر پرېکړې څو ورځې وروسته لږ لږ بدلونونه تر سترګو شول.
د ماشومانو لپاره څومره خواږه مناسب دي؟
- دوه کلنۍ کې ۱۳ ګرامه یا د ورځې یو تر درې قاشوغې
- درې کلنۍ کې تر ۱۵ ګرامو لږ یا ورځ کې دوه تر څلور قاشوغې
- څلورکنۍ کې له ۱۹ ګرامو کم یا ورځ کې درې تر پنځه قاشوغې
- له ۷ تر ۱۲ کلنۍ کې ۲۴ ګرامه یا ورځ کې څلور تر شپږ قاشوغې
- ۱۱ کلنۍ او پورته عمر کې تر ۳۰ ګرامو کم یا ورځ کې پنځه تر ۷ قاشوغې