موږ احساسات او لمړیتوبونه

لیکوال : آغاملوک سهار

زه هغه وخت د ښوونځي په ابتدایې دوره کي وم، زموږ سیمې ته والي،ولسوال له نورو دولتي کسانو سره راغلي وو. چې د خلګو ستونزې واوري، له کلیوالو څخه یو کس ته د خبرو کولو نوبت ورغي،ددي په ځاي چې څو ښوونځي هم تړل سوي وو، د سیمی د امنیت او نورې لسګونې ستونزې ورته ووایې،هغه والي ته وایې، داده ډیورنډ مسله به څنګه سي؟حکومت په دی اړه څه کوي؟ دغه کس یو عادي بزګر وو.

د ښوونځي په دولسم ټولګي کې وم،د کانکور له آماده ګي ناوخته راغلم، ملګرو راته وویل تالار کې سمینار دی، یو اوراپوو راغلی وو. په تالار څو سوه زده کوونکو ته یې سمینار ورکول، په وروستیو کې یې له څو زده کوونکو د هغوي د راتلونکي ژوند د هدفونو په اړه وپوښتل چې څه غواړئ، زموږ یو ملګري ورته وویل غواړم له پاکیستان سره د سرحد مسله حل کړم هغه ارواپو ورته وویل دا هیله ده، هدف ندی. په داسې حال کې چې اوس موږ ټولو پوهنتونونه لاخلاص کړو مګر دغه ملګري مو حتا دولتي یا شخصي پوهنتون ته د لیدلو په موخه نه ننوت، کامیاب خو هیڅ نسو.

دا زموږ د ټولنی د احساساتو او لمړیتوبونو یوه عادي نمونه ده.

اوس هم دا حال دی،په ادارو کې مامورین، په پوهنتونو کې محصلین،استادان په ښوونځیو کې زده کوونکي په هوایې مسایلو کې لګیا وي، چې ددوي له کار،ژوند،توان او لمړیتونو سره ۱۸۰ درجي فرق لري.

دا ډول احساسات که هر څومره ګرم او پاک خو نتیجه یې هیڅ ته نژدي وي، او نه څوک دومره ارزښت ورکوي،یا ترې غلطه ګټه اخلي، ښه داده چې د هوایې مسایلو،احساساتو په ځای په خپلو لمړیتوبونو،ژوند ښه کولو او د توان په اندازه مسایلو غور وشي.

محصل خپله د دولت او کور د اوږو بار دی، ښه داده مهارتونه زده کړي کنه په سند فکر نه کوم د ښه کار، شخصیت،پرمختګ او هوسا ژوند خاوند سي، همداسې استاد او مامور،…

کرکیټ ښه لوبه ده، زه یې هم مینوال یم، خو په سلګونه داسې کسان وینم چې دومره وخت دی مسایلو ته ورکوي، که یې دا وخت زده کړو او کار ته ورکړي واي اوس به یو بل لیسانس یا ماسټرې کړي وه،یا به ښه کرکیټر وو، که څه هم دده دا احساسات د کرکیټ په ګټلو یا بایللو، ښه کولو یا تقرر کی هیڅ رول نلري، حتا یو لوبغاړی وهم نه پيژندل، نو احساسات دی  د وخت په اندازه هلته وښودل شي چې ارزښت ولري.

زموږ تیروتنه داده چې فکر کوو  په نړۍ کې ډیر وخت لرو، خو داسې نده، هرڅه به د سترګو په رپ تیر سي،خو هیڅ به نه وی سوي،زموږ له کار او فکر نه نور متاثره کیږي، موږ یوازې د ځان نه یو، د کورنۍ ، هیواد او ټولنې د غړیتوب حق باید ادا کړو. نو ښه داده په هغه څه فکر او کار وکړو چې درد مو دوا کوي، اوس موږ شاوخوا دیرش میلیونه یو خو له فکر تر وسایلو ټول واریداتي  او وابسته یو.