نوښت څنګه په خوځښت راولو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نوښتګر ذهن د متمرکزو پوښتنو په مطرح کېداو سره فعالیت پیلوي. دغه پوښتنې چې څومره ډېرې او غوره وي، په هماغې کچه مو تفکر هم پیاوړی کېږي.

د با استعداده خلکو یوه ځانړنګه دا ده، کله چې پوښتنې کوي، پوښتنې یې ژورې او دقیقې وي. کله چې پر دې وتوانېداست چې له ځان څخه معقولې، دقیقې او ژورې پوښتنې وکړئ، نو له بل چا څخه هم دغه ډول پوښتنې درته اسانه کېږي. د دې ډول پوښتنو ځینې یې په لاندې ډول دي:

غواړئ څه وکړئ؟

دا یوه له هغه پوښتنو ده چې ډېر کله یې خلک په سوداګرۍ او ورځني ژوند کې مطرح کوي. ډېری خلک داسې دي له خپل وخت څخه چې په لاس کې یې لري، سمه ګټه نه اخلي او بېځایه یې تېروي.

لیکوال بنجامین ترګو وایي:«له وخت څخه تر ټولو بده ګټه اخیستنه دا ده چې تاسو یو کار په سم ډول ترسره کړئ، په داسې حال کې چې د هغه کار لپاره هېڅ اړتیا نه وي. ډېری کسان پر سختو کارونو بوخت وي او په خپل کار کې له پوره زحمت څخه کار اخلي، خو یوه څه ته یې پام نه وي، کوم کار چې دوی ترسره کوي، ورته اړتیا نه وي او له موخو سره یې هم هېڅ تړاو نه لري.

کله مو چې کارونه سم پر مخ ځي او په کار کې مو ښه بوخت یاست، خو پایله یې درته چندان په زړه پورې نه وي، ښه ده چې کار بس کړئ او په یوه امن ځای کې کېنئ، وخت ودروئ، د خونې ګروپونه مړه کړئ، پردې کش کړئ او له ځان څخه دغه پوښتنې وکړئ: «زه کوم کارونه ترسره کوم؟ د څه لپاره یې ترسره کوم؟ او څه ډول یې ترسره کوم؟»

د (اقتصاد پوهانو) مجلې د خپلو ۲۱ کلونو په اوږدو کې پر ۲۲ شرکتونو څېړنه ترسره کړې ده. د څېړنې پایلې په ګوته کوي چې شرکتونه درېیو عواملو ته په کتو سره خپل مدیران ټاکي، لومړی دا چې مدیر باید مشخصې موخې ولري. دویم دا چې د کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړې طرحه ولري او درېيم دا چې د مکافاتو او مجازاتو اصل په پام کې ونیسي.