هغه درمل چې په حافظې منفي اغېز کوي!

څېړونکي وایي، یو شمېر هغه درمل چې د حساسیت ضد، خوب، پریشانۍ ضد او یا د ادرارو د کنټرول لپاره خوړل کېږي د هېرې یا الزایمر ناروغۍ په زیاتوالي کې رول لري.

د عمر خوړلیو کسانو د ساتنځایونو مسوولینو ته د واشنګټن پوهنتون د درمل جوړولو څانګې توصیه کړې چې زړو خلکو ته نور د خوب لپاره درمل مه ورکوئ، ځکه چې الزایمر یا د هېرې ناروغي یې زیاتوي. دا چې د عمر په وروستیو کلونو کې هسې هم دغه ډله خلک د هېرې له ناروغۍ سره مخ وي، نو دغه درمل یې لاپسې ورته زیاتوي او باید له ډېر استعمال څخه یې ډډه وشي.

په واشنګټن کې یوې څېړونکې ډلې تازه یو راپور خپور کړی، چې ښیي د انټي کولینرژیک درملو خوړل د هېرې ناروغي زیاتوي.

دغه درمل مستقیماً د انسان په عصبي سیستم منفي اغېز پریباسي او د عصبي سیستم پاراسمپارتیک برخه پخپل کنټرول کې اخلي. دغه درمل همدا ډول د انسان په غیر ارادي حرکاتو هم منفي اغېز پریباسي.

څېړونکې ډلې په اوو کلونو کې په ۳۵۰۰ دغه شان کسانو تحقیقات وکړل او د خوب لپاره د درملو اغېز یې د هغوی په حافظه وڅېړه.

په ورته وخت کې ډاکترانو ته توصیه شوې چې تر هغو ناروغ ته د دغو درملو خوړل ډېر جدي نه وي، نو په نسخه کې دې ورته نه لیکي، همدا شان درملتونونو ته هم خبر ورکړل شوی چې له نسخې پرته یاد درمل پېرېدونکو ته مه ورکوئ.

راټولونه:  منهاج الدین منصور