هغه میندې چې شیدې ورکوي، د شیدو زیاتیدو لپاره څه کولی شي؟

لیکوونکي: ډاکتر شمیم اتل

اسلامي لارښوونو میندې ماشومانو ته تر دوه کلنۍ پورې د شیدو په ورکړه مکلفې کړي. معاصر ساینس او طب په دې کې هیڅ شک نه دی پریښي چې نوي زیږیدلي ماشوم ته د مورو د شیدو ورکړه نه یوازې د ماشوم په راتلونکې روغتیا کې حیاتي رول لري بلکې د میندو روغتیا ته هم ډیر زیاتې ګټې لري.

هغه میندې چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي د بلاربښت پر مهال اخیستی اضافي وزن یې کموي. د هورموني بدلونو په بیرته نورمالولو یې رواني وضیعت ښه کوي او همدارنګه یو شمیر څیړنې وايي، هغه میندې چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي د سینې د سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو خطر یې ډیر کم دی.

خو ځینې میندې شکایت کوي چې شیدې یې کمې دي او ماشوم پرې نه شي مړولی. ددې ستونزې د حل لپاره ګڼې کورنۍ او طبي سپارښتنې شته چې یوه مور کولی شي خپلې شیدې زیاتې کړي.

تر ټولو مهمه مسله په دې برخه کې د مور روغتیا او په مناسبه اندازه خواړخ او ارام دی.

که مور دې خپلې روغتیا خیال ونه ساتي هر ډول روغتیايي ستونزه او لپاره یې د درملو کارول پر شیدو اغیز کوي او د مور د شیدو د کمیدو سبب کیږي.

هغه میندې چې د شیدو له کمښت څخه شکایت کوي عام دلایل یې دا دی چې په کافي اندازه ښه خواړه نه خوري. اوبه کمې څښي. په ورځنیو کارونو کې ډيرې ستړې وي، ډیر تشویش او اضطراب لري او یا ماشوم ته په ځنډ او د کم وخت لپاره شیدې ورکوي.

دلته ځینې لارې شته چې د شیدو د زیاتیدو په برخه کې له میندو سره مرسته کولی شي.

1- مور دې ښه خواړه وخوري.

که د لوږې احساس هم نه لري ښه داده چې میندې وخت په وخت خواړه وخوري. دا خواړه باید ګټور خواړه وي. هغه څه میندې یې خوري د دوی شیدو په تولید ډیر لوی اغیز لري. داسې خواړه وخورئ چې په زیاته اندازه کلسیم ولري، هګۍ، لبنیات په دې برخه کې ډیر مرسته کولی شي.

شنه پاڼي سابه لکه پالک، ورخاړی، شفتل او نور د میندو سره د شیدو په زیاتیدو کې مرسته کولی شي.

همدارنګه د چرګ ماهي او نورو نرمو غوښو خوراک هم شیدې زیاتوي.

تازې میوې او سبزۍ په زیاته اندازه ویټامنیونه، مینرالونه او فایبر لري. دا هماغه څه دي چې د شیدو په تولید کې ضرور دي.

د وچې ډوډۍ په بڼه غلې دانې خوړل، وریژې، مکروني او لوبیا هم د شیدو زیاتیدو لپار ګټه کوي.

خو دا خواړه باید پرلپسې او زیات وخوړل شي چې میندې مړې وي ماشوم به یې موړ وي.

2- ډیرې اوبه وڅښئ

هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د شیدو یوه لویه برخه اوبه دي. نو میندې که کافي اوبه ونه څښي او خپله یې وجود د اوبو د کمي سره مخ وي، دا د حرانتیا خبره نه ده چې شیدې به یې هم کمې وي.

روغتیايي کارکونکي د ورځې لږ تر لږه د اتو ګیلاسو اوبو سپارښتنه کوي چې میندې یې باید وڅښي څو کافي اندازه شیدې ولری.

3- کافي خوب وکړئ

دا هغه څه دي چې د نوي زیږیدلي ماشوم مور ورسره لویه ستونزه لري. که خوب مو پوره نه وي دا ستاسو د شیدو د کمیدو سبب کیږي. ښه داده چې کله مو چې ماشوم ویده کیږي هغه که شپه وي که ورځ د ویده کیدو یا سترګو پټولو هڅه وکړئ. همدارنګه که اړتیا وه کله ناکله د کورنیو له نورو غړو د ماشوم د ارامولو په برخه کې مرسته وغواړئ څو تاسو خوب پوره کړي شئ.

که د مرستې څوک نه وو خپل ځان له ماشوم سره برابر کړئ هڅه وکړئ کله مو چې ماشوم ویده وي تاسو هم ځان واچوئ او یو څه سترګې پټې کړئ. دا که د شل دقیقو لپاره هم وي، ګټه کوي. هم مو صحت ښه کیږي او هم مو شیدې ورسره زیاتیدای شي.

4- دمه او استراحت وکړئ

مخکې مو د هغو میندو د کم خوبۍ یادونه وکړه چې نوې زیږیدلي ماشومان لري، دا چاره دوی په کافي اندازه ستړي کوي. نو د کورنۍ نورو غړیو په ځانګړې توګه د نوي زیږیدلي ماشوم پلار ته په کار ده چې د ماشوم له مور څخه د کور کارونه کم او ځینې یې په خپله غاړه واخلي. په دې سره میرمن دمې او استراحت ته وخت ومومي او دا استراحت مستقیما د مور په شیدو اغیز کوي او شیدې یې زیاتیږي. همدارنګه میندې باید په روحي لحاظ هم خوشاله وساتل شي ځکه کله چې مور روحا ناارامه وي ماشوم ته کافي شیدي نه لري.

5- ماشوم ته زر زر، او تر ډیره شیدې ورکړئ

میندې باید دې ته منتظرې نه شي چې سینه یې له شیدو ډکه شي. بلکې زر زر دې ماشوم ته تۍ ورکړي. تر هغې دې پریږدي چې ماشوم یې رووي. دا چاره خپله د مور د شیدو د زیاتیدو سبب کیږي. څومره چې میندې ماشوم ته کمې شیدې ورکوي په طبیعي توګه د شیدو تولید کمیږي خو که زر زر او د اوږده وخت لپاره شیدې ورکړې دا چاره د مور وجود د نورو شیدو د تولید لپاره هڅوي.

6- میندې باید ماشوم ته د شیدو د ورکړې پر مهال ارامې اوسي

کله چې ماشوم ته شیدې ورکوئ. هڅه وکړئ چې له ذهني پلوه د ارامۍ او ډاډ احساس وکړئ. د بیلګې په توګه په اور مو باید داسې دیګ نه وي ايښی چې د سوزیدو اندېښنه مو ورته وي. یا په داسې ځای کې ماشوم ته شیدې مه ورکوئ چې د کوم نارینه د راتګ ویره وي او د ځان د پټیدو اندېښنه درسره وي. معنی دا چې باید ماشوم ته د شیدو د ورکړې پر مهال میندې له ذهنې پلوه ارامې و اوسي.

که مور ماشوم ته د شیدو د ورکړې پر مهال له جسمي او ذهني پلوه ارامې نه وي، شیدې تښتي او ماشوم ته نه رسیږي. همدارنګه هڅه وکړئ چې ماشوم ته د تي ورکولو په وخت کې ماشوم زر زر له یو تي بل ته بدل رابدل کړئ.

7- ماشوم لوڅ کړئ

که د ماشوم څخه جامې وباسئ او تي ته یې واچوئ دا کار د مور او ماشوم ترمنځ بدني تماس زیاتوي. نه یوازې دا چې ماشوم تر ډیره شیدې رووي، بلکې د مور د شیدو د زیاتیدو سبب کیږي هم . تاسو کولی شئ چې ماشوم یوازې په ډایپر کې پریږدئ، خو پر هغه یوه کمپله واچوئ چې تود وي او په همدې حال کې تی ورکړئ.

8- ډاکتر ته ورشئ.

که د پورته لارښونو د عملي کیدو سربیره مو شیدې زیاتې نه شوي. نو ښه ده چې له ډاکتر سره مشوره وکړئ. هغوی ښايي د میندو لپاره له معایناتو وروسته درمل او یا نورې لارې تجویز کړي.

څنګه پوه شئ چې ماشوم مو کافي اندازه شیدي ترلاسه کوي؟

که ماشوم مو وزن زیاتوي، ارام وي او له تي رودلو وروسته نا ارامي نه کوي. همدارنګه په کافي اندازه ډایپر یا پمپر ډکوي او ظاهرا یې وده ښه وي. نو پوه شئ چې په کافي اندازه د مور شیدې ور رسیږي. او که داسې نه وي ښه ده چې په اړه یې له ډاکتر سره مشوره وکړئ.