هډوکو د کمزورتيا له منځه وړلو له پاره ګټور خواړه

هډوکو د پیاوړي کیدو له پاره تازه میوه، شنه سبزي (ترکاري)، وچې میوې، د زیتونو تیل او د ماهیانو خوړل ډیر ګټور دي او په دوامداره توګه خوړلو سره به مو هډوکي پیاوړي شي.

ایټالیا کې د یوې روغتیایي څېړنې چې د بولوګنا په پوهنتون کې ترسره شوې او پایله یې د امریکن جرنل اف کلینیکل نیوټریشن په روغتیایي مجله کې خپره شوې، ویلي، تازه میوه، سبزي، د زیتونو تیل او د ماهي غوښه کې هغه مواد شتون لري چې د عمر په تېریدو سره هډوکي له ستونزو ساتي او ساتنه یې کوي.

څېړنه کې ښودل شوي چې دا خواړه د زړه، مغزو او د سرطان په څېر د ناروغیو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

څېړونکو ويلي، چې دا یوه اوږده څېړنه ده چې انسان د عمر تر وروستیو شېبو باید وڅارل شي او د دا ډول خوراکونو له امله د هغه هډوکي وکتل شي، خو په دې څېړنه کې له زرو ډیرو کسانو ونډه اخیستې وه چې د دوی د یو کال څخه د ډیرې مودې څېړنه په وشوه، د کومو کسانو چې د هډوکو روغتیا سمه وه نو په هغوی کې د دې خوراکونو اغیز موجود وو، خو د هډوکو د نارغیو سره مخ کسانو له پاره هم دا خوراکونه ګټور دي.

څېړونکو ويلي، د عمر په ډيریدو سره هډوکي او بندونه کمزوري او وروسته د ماتیدو او جدا کیدو لامل کیږي، خو دا خواړه د هډوکو سربیره د بندونو په پیاوړي کیدو کې هم مرسته کوي.

کاپي ځلاند