وینې کلکوالی – ګټي او زیانونه یې

که څه هم ځیني وختونه د وینې کلکوالی ګټي لري او د زخم یا خوږ په حالت کې د وینې د زیات بهاو او ضایع کیدو مخه نیسي، خو ځیني نورو مواردوکې بیا د وینې کلکوالی مرګوني پایلې لري.

وینه څه وخت کلکیږي:: کله چې د انسان د بدن کومه برخه زخمي کیږي له دغه ځایه څخه د ویني بهیدل پیل کیږي، حاکم خدای وینه کې دننه داسي یو نظام جوړ کړی، چې د زخم او وینې بهیدو په حال کي د زخم شا او خوا وینه کلکوالی ( کلاټینګ) پیل کوي او دغه کلکوالی ددي لامل کیږي ترڅو د ډيري ویني د بهیدو مخه ډب کړي، خو له دغه قدرتي او طبعي عمل څخه ها خوا ځیني داسي عوامل شته چې د ویني د بي ځایه ککوالی (کلاټینګ) سبب ګرځي دغه صورت کي بیا د وینې کلکوالی (کلاټینګ) مرګوني پایلې لري.

اوس به هغه ځایونه او عوامل درته په ګوته کړم چیري چې وینه کلکیږي او هښوونکې پایلې له ځان سره لري.

۱: ډیپ وین ترومبوسیس (Deep vien thrombosis)

د زنګانه په لاندينۍ برخه کې د وینې کلکوالي ته (ډیپ وین ترومبوسیس) وایې، د وینې دغه ډول کلکوالی تر ټولو خطرناک وي او ډیری خلګ له دغه ډول مشکل سره لاس او ګریوان کیږي تر اوسه پوري کره مالومه نه ده، چې نړۍ کې څومره شمیر وګړي د وینې له دغه ډول کلکوالي سره مخامخ کیږي، البته یو اټکل ښیي چې هر کال د نړۍ په کچه ترنه سوه زره (۹۰۰۰۰۰) پوري کسان په (ډیپ وین ترومبوسیس) باندي اخته کیږي چې د هغو له جملې څخه له شپیتو زرو څخه بیا تر نوي (۹۰۰۰۰) زرو پوري ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.

د ډیپ وین ترومبوسیس (Deep vien thrombosis) نښي نښانې: د زنګانه لاندي برخه کي یو خاصه نقطه کې پاړسوپ پیدا کیدل، او د پړسیدلي ځاي دپوستکي رنګ تغیر کول، دغه نقطه کې تودوخه محسوسول او د یوډول نرم درد احساس کول، خو کله کله تیز او سخت درد هم ورسره ملګری وي.

په دې باندي باید مونږ پوه یو چې (ډیپ وین ترومبوسیس) د زنګانه په لاندینۍ حصه کې پوستکي لاندي (ژور رګ) کې رامنځ ته کیږي او کله کله بیا به غیر له دې څخه چې کومه علامه یې ښکاره سي یا د زنګانه دغه برخه کې د کوم بدلون یا تغیر احساس وکړو (ډیپ وین ټرومبوسیس) پېښېږي.

۲: پلمونري ‎اِمبولیزم (Pulmonary Embolism): د وینې دوهم ډول کلکوالي ته (پلمونري امپولیزم) وایې، د وینې دغه ډول کلکوالی هم ډیر خطر ناک وي، پلمونري امبولیزم هغه وخت پېښېږي کله چې د سږو او زړه ترمنځ د وینې د انقالولو شریان بند شي.

کله داسي پیښه شي چې وینه همدلته سږي ته څیرمه ( کلاټ) شي، شیریان بند او سږي ته د ویني بهاو ودروي، خو کله بیا دغه وینه چیري بل ځای کلکه شي تر دغه ځایه ځان را ورسوي دلته شیریان (Arteries) بند او سږي ته د وینې بهاو ټپ کړي.

د وینې دغه ډول کلکوالی (Clotting) هم ډیر خطرناک وي، ډیر خلګ د وینې ددغه ډول کلکوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي، ددې لپاره چې ددغې پیښي په صورت کې ځان وژغورو باید د لاندي علائمو له حس کیدو سره سمدستي ځان تر روغتون پوري ورسوو.

د (پلمونري اِمبولیزم) د پیښیدو علایم: سا تنګي کیدل، تنفسي ترینګلتیا، په سینه کې درد، ټوخی چې کله کله ورسره وینه هم ښکاره شي، کمزوري محسوسول او ګنګسه کیدل.

۳: زړ برید یا (Heart attack) د وینې دریم ډول کلکوالي ته، زړه باندي برید ( هارټ اټک) وایي، د وینې ددغه ډول کلکوالی دومره خطر ناک وي لکه (پلمونري اِمبولیزم)، د وینې دغه ډول کلکوالی د زړه او انساني بدن دنورو اعضاوو ترمنځ د وینې لیږد دروي، کچیري کوم کس له دغه ډول مشکل سره لاس او ګریوان کیږي باید ژر ترژره روغتیایې مرکز پوري ځان ورسوي البته هڅه دي وکړي ترڅو د زړه دناروغیو تر کوم روغتون پوري ځان ورسوي که څه هم دنورو عامو روغتیایي سهولت مرکزونو په پرتله څه لري واټن کې وي.

د زړ برید (Heart attack) د پېښېدو نښي: په سینه کې ډير شدید درد محسوسول چې دغه درد بیا له سینې څخه تر څنګلو، ملا، غاړي او ژامي پوري رسیږي، ساتنګي کیدل، دکمزورۍ او ګنګسوالي احساس کول.

۴: دماغي برید (Stroke): د وینې څلورم قسم کلکوالي ته دماغي برید یا (سټروک) ویل کیږي.

د وینې دغه ډول کلکوالی په دوه حالته کې رامنځ ته کیږي، لکه ما چې د لیکنې په پیل کې ورته اشاره وکړه چې وینه په قدرتي او طبعي توګه هغه وخت کلکیږي کله چې د انسان د بدن کومه برخه زخمي شي، دلته وینه کلکوالی پیل کوي ترڅو له زخم څخه د زیاتي وینې د وتلو مخه ډب کړي.

همدارنګه کله چې د انسان سر باندي کومه ضربه ولګیږي او سریې زخمي شي، دغه زخم که سربیرن وي او که له پوستکي څخه لاندي دماغ کې وي، دلته وینه کلکیدل شروع کوي او دماغ ته د ویني بهاو دروي، چې نتیجه کې یې دماغي برید ( سټروک) رامنځ ته کیږي، او دوهمه وجه یې د زړه او دماغ ترمنځ د وینې د رګونو غوړوالی دئ، کله چې د زړه او دماغ ترمنځ دغزیدلو رګونو دیوالونو سره غوړ ولګیږي، رګونه تنګ او د وینې جریان ټکنی کړي چې دغه صورت کي هم دماغي برید یا (Stroke) رامنځ ته کیږي.

د دماغي برید ( Stroke) د پېښېیدو علائم: په وینا کې فرق واقع کیدل یا خبري په مشکل سره کول، سرباندي درد محسوسول، د فالج کیدو ویره څرګندیدل، ګنګسوالی او بدن باندي ناڅاپه برید.

وینه ولي کلکیږي؟؟؟؟

یو د ویني خپل طبعي کلکوالی دئ چې د زخم په صورت کې وینه کلکیږي ترڅو له زخمي ځاي څخه د زیاتې وینې د ضایع کیدو مخه ونیسي، چې د وینې دغه ډول کلکوالي ته خپل اصلي او ګټور کلکوالی ویلی شو.

دلته ځیني نور داسي بیروني عوامل شته، چې په رګونوکې د ویني د کلکوالي ( کلاټینګ) سبب کیږي او دغه ډول کلکوالی د انسان لپاره مرګونی تمامیږي، دا عوامل په لاندي ډول دي.

۱: حامله کیدل، دمیرمنو د امیدوارۍ پروخت د ویني دکلکوالي چانسونه زیاتیږي ځکه چې بدن کي یې د ویني والیوم ( حجم) زیاتیږي، نو ددې لپاره چې میرمنې په رګونوکې د وینې له کلکوالي سره مخ نه شي باید د امیدوارۍ پروخت زیاتي اوبه وڅښي او یو ځاي باندي ډيروخت کښیناستلو څخه ډډه وکړي.

۲: چاغوالی (Obesity)) چاغوالی که څه هم له ځانه سره نوري بلا ناروغۍ هم ملګرې کوي خو ترټولو خطرناکه ناروغي چې چاغ خلګ ورسره مخامخ کیږي هغه د وینې کلکوالی (بلډ کلاټینګ) دئ، ځکه دچاغو خلګو وینه خټه وي او ډیر ژر کلکیږي، نو ددې لپاره چې وینه مو کلکه نشي باید خپل وزن په واک کې ولرو او ددې لپاره چې وزن مو زیات نه شي ښه به داوي چې خپل نسونه قابوکړو.

۳: سګریټ څکول (Smoking): انسان د وینې په رګونوکې دننه یو ډول خورونه لري چې رګونه یې پوښولي وي، سګريټ څکول دغه نرم او نازک پوښونه (خورونه) ویجاړوي، کله چې (خورونه) ویجاړشي بیا په وینه کې هغه حجرات چې د وینې پ کلکولو کې مرسته کوي یو له بل سره ټکرکیږي چې پایله کې یې (بلډ کلاټینګ) د ویني کلکوالی رامنځ ته کیږي.

۴: کوم کسان چې د سرطان په ناروغي اخته وي هغو کې هم د وینې دکلکوالي پیښي زیاتي رامنځ ته کیږي.

۵: یوځای باندي ناسته (Immobility) کوم کسان چې ډیر وخت یو ځای باندي ناست وي دغه کسان هم د وینې دکلکوالي له پیښو سره مخامخ کیږي، جدیدې څیړنې ښیي چې له یو ساعت څخه زیات باید څوک یو ځای باندي بي حرکته پاته نه شي.

هریو ساعت وروسته باید پنځو یا لسو دقیقو لپاره وګرځي، اوپه خاصه توګه هغه کسان چې دمېز مخته ناست وي یا دکمپیوټرسکرین ته متوجي وي باید هر یو ساعت وروسته ولاړ شي ملا سده کړي او زنګنونوته حرکت ورکړي، ترڅو له ټولو خطرناک او مرګونې (بلډ کلاټینګ) چې د زنګنونو د نه حرکت له وجي رامنځ ته کیږي او ورته (ډیپ وین ترومبوسیس) وایي ځان وژغوري.

دملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره یو وخت کې کوم مجلس کې مخامخ شوم، دغه ښاغلي خپل راسته لاس باندي ساعت او کیڼ لاس باندي یو ډول حلقه دننه کړې وه، ښاغلي ویل چې دغه حلقه هر ساعت کې لړزیږي (وایبریشن) کوي او ما ته خبر راکوي چې ته یو ساعت کیناستلې ولاړشه د څو دقیقو لپاره ملا سده کړه او وګرځه.

او همدارنګه کچیري مونږ غواړو چې دخوب په حالت کې له (ډیپ وین ترومبوسیس) برید څخه ځان وساتو باید د سر له بالښ سره سره ترپښو هم یو وړوکی بالښت لاندي کړو ترڅو پښې مو لږ څه اوچتي وي او وینه ورکي اساني سره حرکت وکړي.

۶: ځیني کسان د زړه ارثي ناروغۍ لري یعني پلار او نیکه، مور یا انا یې د زړه په ناروغي اخته وي، ځکه یې اولادونوکي هم دغه ناروغي موجوده وي، خو کچیري ځیني خاص احتیاطي تدابیر غوره کړي، له پورته څلورو ډوله خطرناکو پیښو څخه ځان ژغورلی شي، لکه روزمره ورزشت کول، ډیري اوبه څښل، خورک کې غوړي کم استعمالول، سره غوښه کمول، ورځني خوړو کې سبزو او میوو ته ترجیح ورکول:

های زما دخوار هیواد خوار اولسه پورته ځیني لارښوونې ستاسو لپاره نه، بلکې د پرمخ تللو هیوادونو د وګړو لپاره وې، چیري چې دهرکور په دوه کیلومټري کې د زړه دناروغیو روغتون وجود لري، چېري چې دهرکور هر وګړی د روغتیا وزارت له سیمیزي ادارې سره ثبت وي، دکور ادرس او ټلیفون شیمره یې د امبولانس او بیړنیو طبي مرستو له ځانګې سره یاداشت وي، چې د اړتیا په صورت کې د سترګو په رپ کې ځان ور رسولی شي او ناروغ کس دم ګړی روغتیایې مرکزته رسولی شي.

خو زما در بدر اولسه تاسو باید کوښښ وکړۍ ترڅو د وینې دپورته څلور ډوله مرګوني کلکوالي څخه ځان وژغورۍ، که یو وار دغه علائمې درکې ښکاره سوي بیا ژوند ته (الوداع او مرګ ته ښه راغلاس ووایاست) ځکه نه روغتون شته، نه ډاکټر او نه امبولانس، ستاسو له کوره بیا تر روغتیایي مرکزپوري به یوه اوږده او ستړې کیدونکي لاره تللې وي هغې کې به هم چیري کوم ماین خښ وي.

نو ددې لپاره چې د پورته څلور ډوله، لکه (ډیپ وین ترومبوسیس، پلمونري اِمبولیزم، هارټ اټک، او سټروک سره مخ نه شۍ، له وړاندي خپلې روغتیاته متوجې سئ، لاندي احتیاطي تدابیر غوره کړئ ان شاءالله نه به مو د زړه روغتون، نه امبولانس او نه هم د زړه متخصص ته اړتیا پیداشي.

۱: یوځاي باندي له ډیري ناستې څخه ډډه وکړۍ، ۲: ډیري اوپه څښل مو عادت وګرځوئ، ۳:څرنګه چې افغانستان یو زراعتي هیواد دئ، سبزیجات او میوه جات پریمانه پیداکیږي، دغوښې او غوړو پرځاي سبزیجاتو خوړولو ته ترجیح ورکړئ، ۴: ناست کسان دي هره ورځ دسهار اویا ماښام لخوا یو ساعت لپاره قدم وهل (ګرځیدل) خپل دائمي عادت وګرځوي، ۵: سګریټ (تمباکوو) استعمالولو څخه ډډه وکړۍ، او خپل وزن مو دهمیش لپاره قابوکې ولرۍ.

بخت الرحمن شرافت