ټویټر د ناسالمو پیغامونو مخه نیسي؟

ټویټر وايي، د هغو پیغامونو، چې د نورو خلکو د ځورېدو یا سپکاوي سبب کېږي، د مخنیوي لپاره نوي تدابیر غوره کوي.

دا ټولنیزه شبکه غواړي چې ناسالم پیغامونه پټ کړي او د خپروونکي یا پوسټ کوونکي یې اکاونټ بند کړي.

ډېر خلک پر ټولنیزو شبکو انتقاد کوي چې ځیني کسان په جعلي نومونو د نورو سپکاوی کوي، تورونه پرې لګوي او جعلي خبرونه خپروي.

د دې لپاره چې د ټویټر کاروونکي په خپل اصلي نوم د اکاونټ جوړولو ته مکلف نه دي، په مستعار نوم د نورو ځورول او توهینول اسانه کار دی.

خو ټویټر وايي، داسي تدابیر یې غوره کړي چې که د چا اکاونټ د نورو د سپکاوي په خاطر یو ځل بند شو، بیا به نه شي کولی چې په ټویټر کې اکاونټ پرانیزي.

همداراز دا شبکه هغه ټویټونه یا پیغامونه، چې سپک یا ځوروونکي الفاظ پکې کارول شوي وي، له منځه وړي او نور به په سرچ یا لټون ګې موندل کېدای نه شي.