په توده او ګرمه هوا کې څنګه ښه خوب کولی شئ؟

لیکوال: شمیم اتل

په دوبي کې نه یوازې د افغانستان په هوا کې چې نسبتا ګرمه او وچه ده بلکې په سړو سیمو لکه اروپا او نورو ځایونو کې هم تودخه دومره لوړیږي چې ګوزاره ورسره ستونزمنه وي.

د ورځې خو بیا هم یو چاره کیږي خو د شپې له خوا کله چې سړی خوب ته اړتیا لري ، ګرمي او لوړه تودخه خوب ګډوډوي او که ماشې هم ورسره مله شي نو بیا خو د سړي ټوله شپه په ویښه تیریږي .

دلته ځینې په تجربو ثابتې شوې سپارښتنې درسره شریکوو چې کیدای شي په توده هوا کې د ښه خوب زمینه درته برابره کړي.

یخې اوبه او بستره

که چیرې تاسو خوب ته له تلو مخکې د سړو اوبو یو یخ بوتل د خپل خوب بسترې ته یوسۍ او هلته یې په روجايي او هغه څادر کې ونغاړئ چې پر ځان یې اچوئ، او نیم ساعت یې پریږدئ نو دا به په توده هوا کې ستاسو د خوب د ځای په سړښت کې مرسته وکړي. که یخچال نه لرئ چې سړې اوبې ترې واخلئ په یو کلک پلاستیک کې مصنوعي یخ نغاړلۍ او په خوب ځای کې ایښودلی شئ . که مصنوعي یخ هم نه وي د عادي سړو اوبو بوتل په بستره کې تر خوب مخکې د څه وخت لپاره ونغاړئ.

په یخو اوبو لامبل

خپله هم خوب ته له تلو مخکې که ممکنه وي او اسانتیا ولرئ په یخو اوبو ولامبئ. دا به ستاسو د وجود تودخه راښکته کړي او تر څو ساعتونو به مو له ګرمۍ خوندي وساتي. چې په همدې څو ساعتونو کې به تاسو ارام ویده شئ.

خپل د خوب کالي ساړه کړئ

له خوب یو ساعت مخکې خپل د خوب کالي په یو خوندي پلاستیک کې واچوئ او د کور په یو ساړه ځای کې یې کیږدئ یا پر پلاستیک سړې اوبه تیرې کړئ چې په کې دننه کالي ساړه شي . کله چې د خوب پر مهال دا ساړه شوي کالي واغوندئ نو تر ډیره به مو د وجود بهرنۍ تودخه کمه وساتي او ښه خوب به وکړی شئ. البته که یخچال ولرئ غوره داده چې یخچال کې یې کنګل کړئ خو که یخچال نه وي او سړو اوبو په وسیله خپلې د خوب جامې سړې کړئ. تاسو که سړې جامې واغوندئ او د ډیرې ګرمۍ احساس ونه کړۍ نو د ماشو د خوندیتوب لپاره پر ځان یو سوړ څادر هم زغملی شئ چې له ماشو به هم په امان کې اوسئ. همدارنګه ګولی شئ د خپل د خوب ځای څادرونه هم تر ویده کیدو مخکې د یخو اوبو په مرسته ساړه کړئ.

تاري ( خامتا ) کالي واغوندئ

تاري یا نخې کالي له پوستکي سره مرسته کوي چې په اساني بهرنۍ هوا ورتیره شي ، ښايي ډیرې ښې وریښمینې یا نورې جامې ولرئ خو د شپې د خوب پر مهال څومره چې تاري کالي ستاسو وجود سوړ ساتلی شي بل هیڅ ډول ټوکر دا کار نه شي کولی . ان تاسو کولی شئ چې د خوب د ځای څادر هم تاري ومومئ.

یو ګیلاس اوبه له ځان سره کیږدئ

په ګرمۍ کې تل د ډیرو اوبو څښل مهم دي ، او د خوب وخت هم له دې استثنا نه دي. ځان سره نژدې د څښلو اوبه وساتئ . دا نه یوازې ستاسو د وجود د اوبو د کمیدو مخه نیسي بلکې د تودې هوا په وړاندې ستاسو د وجود د تودخې په کمولو کې هم مرسته کوي. که د شپې له خوبه پاڅیدئ، که تږې نه یئ هم لږې اوبه وڅښئ. دا مرسته کوي چې د وجود حرارت مو راکم شي.

د ورځې په جریان کې خونې ته د لمر د ورتلو لاره وتړئ

 

موږ اوریدلې چې باید کوټو ته لمر ورشي . خو دا کار په ژمي کې ښه دی . د اوړې په تودخه کې ښه ده چې د ورځې په بهیر کې د هغې کوټې پردې ښکته وساتئ چې د شپې په کې خوب کوئ څو لمر ورداخل نه شي . د لمر وړانګې که کوټې ته داخلې شي ، کوټه ډیره تودوي او په دیوالونو او بسترو کې تر ډیره د لمر تودخه جذبیږي . نو اوړې کې د خوب کوټو ته ډیر لمر مه پریږدئ په دې توګه به د شپې له خوا ستاسو د خوب خونې سړې نه وي .

همدارنګه تر ویده کیدو یو ، یونیم ساعت مخکې د خونې کړکۍ پرانیزۍ څو خونه له تازه هوا ډکه شي .

له ویده کیدو مخکې ، کافي ، چای مه څښئ او دمه وکړئ

کافي او چای دواړه کافین لري چې ستاسو خوب ګډوډوي . پر دې سربیره په توده هوا کې دا دواړه څیزونه د وجود حرارت لوړوي. نو ځان ترې وساتئ . همدارنګه تر خوب یو دوه ساعته مخکې دمه وکړئ او ډير فزیکي کارونه مه کوئ څو د وجود تودخه مو لوړه نه شي.

تودخه لوړه ځي تاسو ښکته ولاړ شئ

تودخه لوړه ځي نو هڅه وکړئ چې د دویم چت پر ځای په لومړي چت او د لومړي چت پر ځای زیرزمینې کې ویده شئ . څومره چې ښکته ویده شئ هومره به تودخه کمه وي . ان د کټ پر ځای پر مځکه ویده کیدل هم د تودخې په کمښت کې اغیز لري . همدارنګه هڅه وکړئ چې د خپلې بسترې وسایل کم کړئ او څومره چې نرۍ بستره او څادرونه ولرئ هومره په توده هوا کې ښه خوب کولئ شئ .

لوند ټوکر

له ځان سره یو لوند دست پاک یا بل ټوکر نژدې کیږدئ او وخت ناوخت پرې د شپې پر مهال خپل مخ و لاس لامده وساتئ. همدارنګه مصریان په ګرمه هوا کې پر ځان لوند خو زبېښل شوی څادر اچوي چې دا هم له ډیرو کسانو سره په ښه خوب کې مرسته کوي . خو دا څادر باید دومره لوند نه وي چې د خوب ځای مو لوند کړي .

ټول بریښنايي وسایل ګل کړئ

که بریښنايي وسایل کاروئ نو د خوب پر مهال یې ګل کړئ. ښايي دا خبره به درته عجیبه ښکاره شي خو د موبایل له چارجر نیولې ، خپله تر موبایل ، لیپ ټاپ کمپویټر او نورو برېښنايي وسایلو ټول که روښانه وي او یا د برېښنا ساکت سره نښتې وي یوه د پام وړ اندازه تودخه تولیدوي چې که څو بریښنايي شیان سره یو ځای شي د یوې وړې بخارۍ کار ورکولی شي . نو په اوړې کې ښه ده چې داسې ناغوښتې بخارۍ ګل کړئ . د موبایلو چارجرونه له ساکیټونو وباسئ . موبایل مو ګل کړئ . لیپ ټاپ او نور ټول برېښنايي وسایل ګل کړئ . که د بريښنا سهولت لرئ نو یوازې باد په کې او د هوا نور سړونکي وسایل چالان پریږدئ. .

ښه خوب ستاسو په رواني او فزیکي صحت او ورځني کار مستقیمې اغیزې لرې ، په دې اړه هیڅ کله بې غورې مه کوئ.