په داسې حالاتوکې پرخپل ځان وژاړه!

1- کله چې ځان د شهواتو په مقابل کې ضعيفه او د ګناهونو لپاره قوي ووينې.

۲- کله چې يو بد کار ووينې او بد یې ونه بولې او کله چې ښه کار ووينې او خوار یې وبولې.

۳- کله چې دې لمونځ د عبادت څخه عادت ته واړوي او د راحت پرځای یې ستړيا وبولې.

۴- کله چې په خپل ځان کې د ګناه کولو سره بې پروايي ووينې او دا دې خوښه وي چې د علام الغيوب سره مبارزه وکړې.

۵- کله چې په عبادت او طاعت کې خوند نه حسوې.

۶- کله چې دې زړه په غمونو او ژوند په تکليفونو ډک شي، خو ته د شپې د درېيمې حصې څخه کار وانخلې.

۷- کله چې ته په دې پوهېږې، چې حساب درسره کيږي او بيا هم خپل وخت په بې فايدې شيانو کي تيروې.

۸- کله چې د قرآن کريم اورېدل تأثير نه درباندې کوي.

۹- کله چې ته په فاني دنيا پسې ځغلې او د الله عزوجل په عبادت کې د هيچا سره سيالي نه کوې.

۱۰- کله چې په دې پوه شئ، چې د عمر ډېره برخه دې تېره شوې ده او بيا هم پر غلطه لار رهي يې.

۱۱- کله چې دې پر قرآن کريم ګردونه وليدل.

کله چې ته په دې پوه شوې، چې د توبې دروازه تر هغو پورې خلاصه وي، چې د روح اخيستل دې نه وي شروع شوي، نو د بېريدونکي، توبه کوونکي، رجوع کوونکي او هغه چا پر قسم وژاړه، چې د خپل بادار د رحمت غوښتونکی او اميد کوونکي وي، ښايي دغه ژړا بيده روح راويښ کړي او غافله زړه خبر کړي!

ژاړه! او خپل رب عزّوجل ته ژاړه!

ځکه د اوښکو په تويولو کې توبه او رجوع شته.

کاپي: جلال الدین حلیمي له مخ پاڼې څخه.