په لنډ وخت کې د شخصیت لوړونې لپاره ۳۰ لارښوونې

لیکوال: کریستوفر جان بینتیز

ژباړه: شریف شاهین

نوی کال پیل شوی او زموږ او ستاسې له ډلې څخه ډیر ملګري د خپل تیر کال په اړه فکر کوي. د ځینو لپاره یو کامیاب کال و؛ د ځینو نورو لپاره متوسط او ځینې نور بیا غواړي، چې خپله پاڼه بدله کړي.

دا مهمه نه ده، چې د تیر کال په اړه څه فکر کوۍ؛ بلکې مهمه داده، چې ته د روان کال سره توافق وکړې او خپلو موخو ته ورسیږې.

سمه ده، چې تغیر راوړل سخت وي؛ خو که واضح موخې وټاکو، او د هغې د ترلاسه کولو لپاره اغیزمنې لارې تعقیب کړو، بې له شکه چې ډیر څه به ترلاسه کړو.

موږ دلته تاسې د شخصیت د لوړونې Personal Growth په اړه ۳۰ داسې سپارښتنې لرو، چې په عملي کولو سره به يې تاسې په خپل شخیت کې ۱۰ ځلې چټګ مثبت تغیرات وګورئ.

۱ـ هغه څه کوه، چې مینه ورسره لرې.

خپله لاره ځان ته وټاکه. د نورو په خوښه قدم مه پورته کوه. خپله اغیزمنه لاره به دې د بریالیتوب منزل ته ورسوي.

۲ـ له ناکاميو يې ذده کړئ.

موږ ډیر کله د خپلو بریالیتوبونو داستانونه غږو؛ خو د ناکامۍ له پنده ډکې کیسې مو هیرې وي. هڅه وکړئ، چې ومومۍ، ولې دوې ناکام شول؟! د هغوې له ناکامیو څخه يې ذده کړئ.

 

۳ـ هیله مند اوسئ، خو پلان هم ولرئ.

هیلې او پلانونه یو له بل سره لازم او ملزوم دي. اړینه ده، چې لوی او پراخه فکر ولرئ، خو خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره ان واړه واړه کارونه هم پلان کړئ.

۴ـ خپله جذبه او شوق وپالئ.

خپله جذبه، خیال او هیلې په پوره شوق او ذوق تعقیب کړئ. په دې سره به حتما تاسې خپلو موخو ته ورسیږئ.

۵ـ نوښتګر اوسئ.

نوښت کومه طبعي او ذاتي خبره نه ده. بلکې دا یو شعوري هڅه ده، چې انسان مخترغ، مختلف او بهتر جوړوي.

۶ـ مطالعه کوئ.

ځینې واړه او کوچنې کتابونه لولئ، داسې چې څنګه یو انسان د ستونزو سره مبارزه کوي او د ستونزو په وړاندې لکه غر ولاړ وي.

۷ـ ریالیستیک اوسئ.

هڅه وکړئ، چې د ژوند ریالیستکې او ریښتینې بڼه وګورئ؛ خو مه هیروئ، چې همیشه مثبت فکر وکړئ او له خپلو نیمګړتیاو څخه يې زده کړئ.

۸ـ ژوند کې لالچ او د پیسو سره مینه پریږدئ.

د پیسو سره مینه، او په ښه لباس او ښه کور او ښه موټر پسې سرګردانه ګرځیدل انسان د ناکامۍ خواته بوځي.

۹ـ ښه اوریدونکی اوسه.

ښه غوږ نیونه او د اوریدلو حوصله اړیکې غښتلې کوي. نو د ښه شخصیت درلودلو لپاره ښه غوږ نیوونکی اوسه.

 

۱۰ـ خپل کارونه په سل سلنه صداقت سره وکړئ.

کله چې هم کوم کار یا کومه دنده مخ ته وړئ، که څه هم کوچنۍ وي، په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړئ.

۱۱ـ ښه غادتونه خپل کړئ.

مثبت عادتونه ستاسې شخصي لاس ته راوړنې څو چنده زیاتوي.

۱۲ـ ځان ښودنه پریږدئ.

ځان ښودنه او ځان تشریح کول پریږدئ. په ځان باوري خلک ځان ښودنه نه کوي.

۱۳ـ رهبر اوسه.

خپل د مفهامې او خبرو اترو مهارتونه لوړ کړئ. او هڅه وکړئ، چې په طبعي ډول د رهبریت مهارتونه خپل کړئ.

۱۴ـ د کار په اصولو ځان خبر کړئ.

دا ذده کړئ، چې څنګه له نورو خلکو سره په یو کاري چاپیریال کې سلوک وکړئ. د نورو سره د مرستې او د مرستې راجلبولو هنر ذده کړئ.

‍۱۵ـ د خلاص کتاب په څیر ژوند مه کوئ.

ځینې رازونه او خبرې یواځې په زړه کې ښې وي. ځان د یو خلاص کتاب په څیر مه ساتئ، بلکې لږې مغلق اوسئ.

۱۶ـ خپلې د خوښې سپورت او یا هم تفریح وکړئ.

دا ډول فعالیتونه به نه یواځې ستاسې د ژوند کوالټي بهتره کړي، بلکې ستاسې کاري فعالیتونه به هم چټک کړي.

۱۷ـ خپله پوهه شریکه کړئ.

 

نور ته د پوهې په انتقال سره تاسې دوه کارونه کوئ. لومړی دا چې تاسې خپله پوهه او مهارت لوړیږي او دوهم دا، چې نور خلک هم له تاسې څخه یو څه نوې زده کولای شي.

۱۸ـ د نوښتګرو او بهتره خلکو سره ناسته پاسته وکړئ.

د داسې خلکو سره ناسته پاسته کول، چې تاسې ترې متاثره يې او غواړئ، د هغوې په څیر شئ، تاسې سره مرسته کوي، چې په چټک ډول خپل شخصیت لوړ کړئ.

۱۹ـ د خپل ځان خیال ساته.

له هر څه وړاندې د خپل صحت، احساساتو او کورنۍ خیال ساتئ.

۲۰ـ باډیسپلینه اوسئ.

د شخصیت جوړونې او شخصیت لوړونې لپاره تر ټولو لومړی باید باډیسپلینه اوسئ.

۲۱ـ په ځان دوامداره کار وکړئ.

په خپلو ژوند کې د مثبتو تغیراتو د راوړلو لپاره په ځان کې د مثبتو د تغیراتو راوړلو او مثبت سلوک خپلولو لپاره کار وکړئ.

۲۲ـ اړین مهارتونه ذده کړئ.

په ټولو ورکشاپونو، ټراینګونو او صنفونو کې ګډون وکړئ او اړین مهارتونه لوړ کړئ.

۲۳ـ پوښتنکی اوسه او مالومات راټول کړه.

پوښتونکي او پلټونکي خلک تر نورو خلکو ډیر بریالي وي. دوې ډیرې پوښتنې کوي او ډیر څه زده کوي.

۲۴ـ پرهیز او فزیکي تمرین کوئ.

 

د خوړو پر مهال خپل پرهیز په پام کې وساتئ. هره ورځ فزیکي تمرین کوئ. دا کار په خپل ځان ستاسې باور لوړوي او ستاسې ذهني سلامتیا کې هم مهم رول لوبوي.

۲۵ـ خپل کارونه مه ځنډوئ.

خپل کارونه په خپل وخت سره ترسره کوئ. د کوم کار د ترسره کولو اړتیا چې همدا اوس وي، هغه مه ځنډوئ.

۲۶ـ سهار وختي پاڅیږئ.

سهار کې د انسان موډ او ذهن تازه وي. سهار وختي پاڅیدل انسان پرکاره عادتوي.

۲۷ـ رضاکارانه کارونه کوئ.

وايي، چې له خوشې نه بیګار هم ښه دی. رضاکارانه کارونه او حشر به تاسې ته تجربه او کم تر کمه لږ ډير شهرت هم درکړي.

۲۸ـ د خلکو سره کومک کوئ.

د نورو لاس نیوی او هغوې سره مرسته د انسان دروني رضایت حاصلوي او یو مهم کار دی.

۲۹ـ واضح پلان ولرئ.

پلان تاسې سره مرسته کوي، څو خپلو موخو ته په وخت ورسیږئ.

۳۰ـ بد عادتونه له مینځه یوسئ.

خپل ټول بدعادتونه او خویونه درک کړئ او هغه له مینځه یوسئ. د پیسو په لګښت او د وخت په منیجمینت کې دقیق اوسئ