په په ۶ اونیو کې د سرطان ناروغۍ اسانه علاج

د اسټریا هیواد د طبیعي علاج مشهور ډاکټر «روډولف بروس» د سرطان ناروغۍ لپاره خورا اسانه علاج موندلی، چې په ۶ اونیو کې د بدن ټولې سرطاني حجرې له مینځه وړي.

نوموړي ډاکټر د خپل ژوند زیاته برخه د سرطان د علاج په څیړنو تیره کړې، چې بالآخره یې د دغه مرض علاج موندلی دی.

ډاکټر روډولف د دغه علاج د کشفولو په موده کې په ۴۵۰۰۰ کسانو تجربې ترسره کړي کوم چې د سرطان په ناروغیو مبتلا وو.

هغه سبزیجات چې نوموړی ډاکټر یې د سرطان په علاج کې استعمالوي له (لبلبو، ګازرې، شنه دڼیا له ډکو (ډنډر) سره، کچالو، سرې مولۍ) څخه عبارت دي.

دغه اسټریايي ډاکټر وايي چې په سرطان اخته ناروغ باید ۴۲ ورځې د پورتنیو سبزیجاتو د مخلوط جوس په څښلو بسنه وکړي او له بل هر ډول خوراک او څښاک څخه پرهیز وکړي، خو یوازې د شین چای د څښلو توصیه کوي.

د دغې نسخې له مخې باید پورتني سبزیجات په داسې ډول سره ګډ شي چې په جوس کې د هرې سبزي د اوبو اندازه د فیصدي له مخې په لاندې ډول وي:

لبلبو (چغندر) ۵۵٪

ګازرې ۲۰٪

شنه دڼیا (له پاڼو او ډنډر یا ډکو سره) ۲۰٪

کچالو ۳٪

سرې مولۍ ۲٪

د جوړولو طریقه یې داسې ده چې پورتني سبزیجات د ټاکل شوي مقدار په اندازه ګډ کړئ او بیا یې د جوس په هغه ماشین کې واچوئ چې معمولا د آم او کیلې د جوسانو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي.

نوموړی اسټریايي ډاکټر وايي چې د ۴۲ ورځو په موده کې باید دغه جوس خپل خوراک او څښاک وګرځول شي، او له شنو چایو څخه پرته باید د بل هر شي له خوړلو او څښلو پرهیز وشي.

دغه علاج د سرطان د ټولو ډولونو او په ځانګړې توګه د ویني سرطان لپاره خورا ګټور بلل شوی دی.

ویل کیږي چې د پورتني علاج په واسطه تر اوسه ۵۴۰۰۰ مریضانو د سرطان له ناروغۍ څخه شفا موندلې ده.

سرچینه:نن ټکې اسیا