په څو کرښو ټوله ولایتي اداره ولړزېده!

لیکوال: شکرالله پاڅون

د اصلاح لپاره د څو کرښو لیکل بې ګټې نه دي، انتقاد باید وشي او انتقاد باید ومنل شي، انتقاد سمي رامنځته کوي، د ستونزو د پراخېدو مخه نیسي او په ټوله کې پرې انتقاد شوې خواوې کار  ته هڅوي.

د ننګرهار اوسني امنیت پورې را یاده شوه، کلونه وړاندې، کله چې ګل اغا شېرزی د ننګرهار والي و، د ننګرهار امنیت یو دم یوڅه خراب  شو، په ښار کې شخصي  وسله وال هم ډېر تر سترګو کېدل، کرښې اونیزې تازه  په خپرونو پیل کړی و، هغه مهال داسې د فیسبوک زمانه  نه وه، ایسته مې د جلال اباد ښار  په امنیتي وضعیت او په د خپلسرو ټوپکوالو زیاتوالي په اړه کرښې اونیزې ته یوه وړه لیکنه وکړه او عنوان مې ورته: ( جلال اباد ښار، که باړه؟ ) ورکړ، کرښه چاپ شوه، د والي مامورین خبر شول، کرښه یې د والي ترمېزه ورسوله، ګل اغا شېرزي سره یوشمېر مامورین داسې وو، چې په چاپړوسۍ کې مور راوړي وو، والي دې عنوان ډېر په غوسه کړی و، په شفر کې خبره ترما را ورسېده، چې والي صیب ډېر غوسه دی، ما نو هغه مهال په ننګرهار ملی تلوېزیون کې دنده لرله، ننګرهار ملي تلوېزیون نو د والي ګل اغا شېرزي په تلوېزیون یادېده، خیر اندېښنه مې هم وه او د اندېښنو پروا مې هم نه کوله، ځکه هغه مهال رسنیو او ژورنالیستانو پر چارواکو یو خاص روب داب لاره، زما ملګري نو د ژورنالیستکو سنګرونو سر لاري وو، خصوصاً په استاد ازمون، چې د کرښې اونیزې امتیاز خاوند و، ډېر ډاډه وو.

شېرزی ډېر مقتدر والي و، ډېر حوصله ناک والي هم و، ماته مې یوه همکار، چې زما په اړه یې د ښاغلي شېرزي خبرې اورېدلې وې، د شېرزي ټولې خبرې کټ مټ را ورسولې، د هر ډول اقدام پر وړاندې مې ممکنه چمتو والی ونیوه، ازمون صیب مې په جریان خبر کړ، ځیني نور ملګري مې هم په جریان کې کړل، مال ځه چې څه کېږي، هغه به کېږي، ما چې څه لیکلي، د ننګرهار لپاره مې لیکلي، له خپلو کرښو دفاع کولای  شم، که یو څه تاوان کوم، هغه به په ملي تلوېزیون کې دنده وي، تا وان دې وکړم.

تر اخوا دېخوا پسپسک پرته هیڅ هم چا ونه ویل، والي کرښه اونیزه را اخیستې او فوراً یې امنیتي مجلس  را غوښتی، کرښه یې ورته مخکې اچولی، امنیتي مسوولین لیکنه اړوي او را اړوي، هغه خواوې لټوي  چې جلال اباد په کې له باړې سر تشبه شوی، د مجلس د یوه شاهد د خولې خبره ده، چې څوک ماته غاښونه چیچي او څوک د خپلې کمکارۍ له امله د تائید سر خوځوي، په مجلس کې د ښار امنیت او  په خاصه توګه د نا قانونه او خپلسرو وسله والو په اړه جدي تصامیم ونیول شول، زما څو کرښو ټوله ولایتي اداره وخوځوله، هغه د چا خبره، چې که ملاسته  وه، کېناسته، که ناسته وه،  ودرېده او که ولاړه وه، د کار  په چټکۍ او ښه والي پسې روانه شوه.