نه هېرېدونکې خاطره، غمجن پروګرام!

افغانستان ته د نړۍ والو په راتګ سره د پروژو نوم هم راغی، هره برخه پروژه پروژه شوه، یوه ورځ مې یوه ملګري، چې په په یوه موسسه کې و، کیسه کوله، چې، یوه ورځ راته د یوې سیمې یوه ډله خلک راغلل، راته یې وویل، چې موږ ته زموږ د کوڅو د ډېرانونو د پاکولو لپاره یوه پروژه راکړئ.

ملګری مې وايي، چې ما ورته وویل، که ډېران مو پاک کړ، خپله کوڅه به مو پاکه شي، دې کې د موسسو څه کار دی، دا نو پروژې سره څه تړاو لري؟ ملګري مې وویل، چې هغو خلکو راته وویل، بس چې پروژه نه راکوئ، موږ هم خپله کوڅه همداسې مرداره پرېږدو، بس همداسې  به ډېرانونو ډکه وي…

پرون ( ۱۳۹۸/۵/۸ ) راته خپل همکار ډاکتر صیب شکیل وویل: مدیر صیب، په دې سهار خپرونه کې داسې کورنۍ مېلمنه کولای شئ، چې جګړې ځپلې وي او یا هم داسې یوه مور وي، چې د کورنۍ غړی یې په جګړه کې شهید شوی وي، چې د زړه حال  او د خپل تېر او اوسني ژوند کیسه وکړي؟

ما ورته وویل، چې ولې نه، که څوک پېژنې، مهرباڼي، څه خبره نه ده؟

راته وویل، چې د ننګرهار په کډوالو چارو ریاست په شوي برید کې یوه نجلۍ سوزېدلې وه او شهیده شوې وه، د هغې مور غواړي خپله له غمه ډکه کیسه وکړي .

ما ورسره ومنله، استاد ګلحرم چې  لور یې فریحه سندس  د کډوالو چارو پر ریاست په برید کې د اور په لمبو کې سوې او شهیده شوې وه، د انعکاس سهار پروګرام ته مو را وغوښته، له ژمنې سره سمه راغله، د خپلې شهیدې لور ځینې عکسونه یې هم له ځان سره راوړي و، پروګرام اغلې ملالې میوند او ښاغلي نصرت الله نصرت داسې مخته یوړ، چې د استاد ګلحرم د زړه ټولې غوټې یې وسپړلې او ټول دردونه یې لیدونکو ته له اوښکو سره برسېره کړل، دا پروګرام ډېرو خلکو لیدلی و، چې هر چا لیدلی، له سترګو یې ورته اوښکې راغلې وې، یوه نږدې ملګري مې، چې په یوه مهم مرستندویه او فنډ یا پروژه ورکوونکي ارګان کې مهمه دنده لري، زنګ راوواهه، راته کړه یې: وروره سهارنی پروګرام خو ډېر غمژن او قوي پروګرام و، پروګرام  ډېر غمژن و، دا مو لومړی پروګرام و، که له دې وړاندې هم داسې پروګرامونه مو کړي.

ما ورته وویل: دا خو له دې مېرمنې سره لومړی و، تر دې وړاندې هم داسې پروګرامونه شوي، خو په بله بڼه، یا نورو پروګرامونو کې د خلکو د درد کیسې را اخیستل شوي.

ده راته کړل، ښه دا پروژه چا درکړې؟، کله شروع شوې؟، نور پروګرامونه هم لري او که نه؟

ما ورته وویل: وروره دا پروژه مې پرون سهار واخیسته او نن سهار پای ته ورسېده!

دده سره زما په خبره خلاص نه شو، بیا یې کړل: وروره پروژه کومې مرستندویه ادارې درکړې؟

د پروګرام د جوړېدو  کیسه مې چې ورته وکړه، ملګري مې خبرې لنډې لنډې کړې او مخه ښه یې واخیسته.

دې مکالمې مې په زړه ارې را کش کړې، ټوله ورځ کار خوند نه راکولو،  له ځان سره به مې همدا ویل، چې ایا ددې دردېدلې مور اوښکې هم پروژه کېدای شي؟ هسې نه دې وطن کې د میندو د ژړول یوه پروژه او پر اوښکو یې  سوداګري کول بله پروژه وي؟ ماښام مې د ادارې له مشر انجینر صیب زلمي لطیفي سره د زړه همدا غوټه وسپړله، هغه هم افسوس وکړ.

دواړو په هېواد کې د جګړې د پای او تلپاتې سولې لپاره لاسونه لپه کړل.