رسنیز اعتبار!

لیکوال: شکرالله پاڅون

اعتبار په ټولو برخو کې سااتل د انسان، مرکز او کار ځای لپاره یو مهم اصل دی، د رسنیو لپاره رسنیز اعتبار هم سره کرښه ده، د اعتبار د ساتلو لپاره له مشر نیولې، تر کشره ، خبریال، پروګرام پرمخ وړونکی او د هرې برخې کارکوونکی باید پوره هڅه وکړي.

دا اعتبار هله ډېر زیانمن کېږي او یا هم په بشپړه توګه له منځه ځي، چې د رسنۍ  کارکوونکی په خپله کاري برخه رسنۍ وپلوري او یا هم ورسپارل شوې دنده کې داسې خیانت وکړي، چې اړیکه یې مستقیماً له  لیدونکو، اورېدونکو او یا لوستونکو سره وي، لیدونکو، اورېدونکو او لوستونکو ته نا سم معلومات وړاندې کول، له سرچینو او مرکه کوونکو سره د رسنۍ پرسر معامله، کوونکي او ورسپارلي کار ته د مسلک په سترګه نه ، بلکې یواځې د پیسو ترلاسه کولو وسیلې په توګه کتل  او نوروې برخې دي.

دلته به یې یوه بېلګه وړاندې کړم، نورې بېلګې به په نورو لیکنو کې وړاندې کړم. د مصنوعي  سرچینو برابرول، دا کار اکثره  خبریالان هغه مهال کوي، چې اصلي  سرچینه ورته په لنډ واخت کې ونه موندل شي او یا هم له اصلي سرچینې سره خبرې کول او پیدا کول یې یو څه خواري غواړي، نو دلته خبریالان د کار د اسانتیا لپاره له خپلو رسنیو او مسلک سره لوی خیانت کوي،  مصنوعي سرچینې برابروي، له ښاري نه اطرافي جوړوي او له اطرافي نه  ښاري،  له بزګر نه مستري جوړوي او له مستري نه، د پولیسو کارپوه…

دا خبره په دې پورې رایاده شوه، چې یوه ورځ په یوه مجلس کې راته یو چا وویل، چې هغه ورځ دې په کروندې له فلانۍ رسنۍ سره ډېرې ښې خبرې کړې وې، د دهقان په رول کې ښه غږېدلی وې…

له دې خبرې سره جوخت یې دا هم وویل: چې مړه ستاسې ټول کارونه لکه چې همداسې جعلي دي، ته خو کروندګر نه یې، په کرونده  څنګه وغږېدې، د کروندګر په ستونزو څنګه غږېدې…

ما سره ځواب نه و، پوه شوم چې هماغه رسنۍ د ولس په منځ کې پر خپل کار اعتبار له لاسه ورکړی.

ما له هغې رسنۍ سره څو نورې مرکې هم کړې وې،  دا مرکې  داسې وې، چې له وړاندې راته خبریال  ویلي  وو، چې ته به راته داسې نظر ووایې،  خبرې  د هغه وې،  خوله زما وه.