استاد اکبر ایازی، د ژورنالېستیک ډګر د سرلارۍ وروستی سمبول

لیکوال: شکرالله پاڅون

نن د افغانستان د ژورنالېزم د کورنۍ یوه الګو او یو ستر رهنمود استاد اکبر ایازي  خپل همسنګري ملګري، مستقیم او غیر مستقیم زده کوونکي یواځې پرېښودل او دی ترې د تل لپاره له دغې فاني نړۍ وکوچېده، سفر یې  بختور، پر ګور یې نور، ټولو خواخوږو ته یې د زړه صبر.

یو مهال د یوې هغې رسنۍ، چې ده یې د مشرۍ چارې پر غاړه لرلې، یو کاري بست خالي  شو، ډېرو ملګرو ورته خپل  اسناد  جمع کړل، ما هم د خپلو نږدې ملګرو په مشوره غوښتل، چې په دغې رسنۍ کې په اعلان شوي خالي بست کار وکړم، هر چا د واسطې لټه کوله، زما واسطه نو داسې یو څوک و، چې  له خدای بښلي  استاد  ایازي سره یې  نږدې ملګرتیا وه، ژمنه راسره وشوه، چې که خبره د واسطې شي، له استاد ایازي سره لومړنۍ خبرې وشوې، خبره په رسنیزې  تجربې وشوه، ما پر دغه مهال د خبریالۍ د تجربې  ترڅنګ  څو کاله د خبر څانګې د مدیریت او خبرونو د ټیکس ایډیټ تجربه هم لرله، خو له ماسره په کاندیدانو کې یوتن داسې هم رامخته شوه، چې زما د واسطې د کلي ولس سړی و او په فرهنګي مافیا کې یې اړیکې آن د هغې رسنۍ بهرني مرکزي دفتره غځولې وې، یو خواته ډانګ شو، بل خواته پړانګ، زما واسطې که څه هم  ماسره سر خوځاوه، خو دا په کې له ورایه  معلومېدل، چې د سیمې مسئله مې ده، که له دې مسئلې زه  تېر شم، دی به نو ډېر خوشاله وي، خپلې برحالې دندې، شته موقف او درنښت ته مې چې وکتل، نو دا واسطه او دا بست راته له خپلې دندې ډېر ټیټ ښکاره شو او په دې نه ارزېده، چې زه دې له خپلې واسطې هیله وکړم، چې د سیمې کیسه کې مه اوسه، زما واسطه شه…

له هماغې ورځې به مې د ایازي صیب  فیسبوک څاره، وخت ناوخت به مې ورسره پر فیسبوک چټ میسجونه تبادله کول او دده پر لارښوونو به مې عمل کولو، وروستي میسج کې یې همدومره راته لیکلي:  له دفتره د کور پر لاره یم، چې کورته ورسېدم دخیره، بیا به نورې خبرې کوو…

تر دغه میسج وروسته ما غفلت کړی او ده سره مې بیا پر فیسبوک چټ نوره خواله نه ده شوې.

خدای بښلی استاد ایازی د ژورنالیزم د ډګر هر اړخیز لارښود و، مړینه یې  لویه ضایعه ده.

نوټ: زما یو عادت دی، چې نه غواړم،  له چاسره پر هغو مسایلو پر بحث او تاویلو ما ویلو  ځان بوخت کړم، چې  ګټه  نه لري او د خوشالۍ پرځای  کې  په د خپګان رامنځته کېدوه  امکان ډېر وي، له همدې امله  مې  نه د هغې رسنۍ نوم اخیستی او نه مې هم د هغه بست او یا هم د خپلې واسطې.