پولېنډ کې د یوې ښځې په یو وار ۶ اولادونه پیدا شوي دي

د پولېنډ هېواد په کراکو ښارکې د یوې ښځې ۶ اولادونه پیدا شوي دي چې ۴ په کې نجلۍ ګانې او دوه وړکي شامل دي چې د دغې ښځې عمر ۳۰ کاله دی.

د روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې د ماشومانو او مور ژوند یې ښه دی او کوم جدي خطر ورته نشته.

د ماشومانو وزنونه لږ څه باندې یو یو کېلو دي. دا پېښه په پولېنډ کې په لومړي ځل لپاره شوې ده.