پوهېږئ شپږم حس چېرې دی؟

موږ ډېر کله وایوو چې شپږم حس مو راته وايي چې داسې یو چل دی، خو ایا رښتیا هم داسې کوم څه شته؟ راځئ په سرخط کې یې ولولئ.

د انسان د مغز په تړاو نوې څېړنې ښيي چې د مغزو یوه برخه “ACCC” د شپږم حس په توګه کار کوي او کولای شي د خپلې شاوخوا ګواښونه وانګېري.

دا یو ډول خبرداری ورکوونکی سیسټم دی چې د افرادو له چلند، پرېکړو او تېروتنو مخکې هغوی ته خبرداری ورکوي.

په دې توګه هر عاقل انسان له دې حس څخه برخمن دی، خو دا چې څنګه دا حس په کار واچوي، یا کار ترې واخلي، دا د ده په خپلې ځیرکۍ پورې اړه لري.

کله کله د انسان دغه حس تر عقل او منطق مخکې وضع څېړي او د بدن په ژبه یې ژباړي، یانې مخکې له دې چې تاسې د یوې پېښې پر مثبت او منفي اړخ فکر وکړئ، شپږم حس مو خبر درکوي چې دا څیز یا کار ښه دی که بد یا هم مثبت دی یا منفي.

شپږم حس سړی کنجکاوه ساتي. احتیاط او په انسان کې د پېښې او مسلې په تړاو د څېړنې او پلټنې انګېزه ټوکول د شپږم حس ځانګړنې دي.

شپږم حس سړي ته د هغو څېزونو د درک ځواک ورکوي چې ښکاره نه دي. شپږم حس د انسان د مغزو له “ACC” برخې سرچینه اخلي.

سرخط ورځپاڼه