که انټرنيټ زيات کاروئ، خدای دې خير کړي

په ایټالیا کې یوې نوې شوې څېړنه کې ثابته شوې چې د انټرنيټ زیات استعمال انسان د انفلوانزا، زکام او تبې په ناروغیو اخته کوي. څومره زیات چې یو کس پر لیکه وي په هماغه اندازه يې په دغو ناروغیو د اخته کېدو خطر زیات وي.

په دې څېړنه کې چې د سوانسي او میلان په پوهنتونونو کې شوې، ویل شوي چې د اوږدې مودې په مخه انټرنيټ کارول د انسان جسمي او دفاعي سیسټم زیانمنوي.

په څېړنه کې ثابته شوې چې هغه کسان چې څو څو ساعتونه په انټرنيت کې په لټون بوخت وي په هغوی کې د انلفوانزا د ناروغۍ خطر ډېر زیات وي.

د دغې څېړنې د تر سره کولو لپاره څېړوونکيو د ۵۰۰ هغو کسانو چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۱۰۱ کلونو پورې وو، د ژوند طریقه څېړلې ده.

له دې جملې ٪۴۰ کسانو ومنله چې د انټرنيټ اعتیاد لري او د څېړوونکيو په وینا، د دې ډلې په ۳۰ سلنه کسانو کې د انلفوانزا، زکام او تبې د ناروغیو ځینې نور ډولونه زیات لیدل کېدل.

دا هم پکې ويل شوي چې دغه نښې هغه مهال انسان اغېزمنوي چې د انټرنيټ کاروونکي د وېبپاڼو تر بندولو وروسته د ذهني فشار ښکار کېږي.

دغه فشار په بدن کې د دفاعي نظام اغېزمنوونکي کورټیسول نومي هورمون د زیاتېدو لامل ګرځي.

څېړوونکيو په دې اړه وویل، هغه کسان چې ډېر زیات انټرنيټ کاروي په هغوی کې د ذهني فشار، د خوب کموالی، یوازېتوب او ځینې نور عناصر چې پر بدن منفي اغېز کوي، منځ ته راځي.

سرخط ورځپاڼه