که خوښ اوسېدل غواړئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېر واړه کارونه شته چې په ترسره کولو سره یې ستاسو په ژوند کې بدلون راځي او خوښۍ در په برخه کوي. شتمني خوښي نه شي درکولی، بلکې یوازې تاسو خپله کولی شی چې ځان خوشاله کړی.

د زړه کړکۍ مو د ښېګڼو پر مخ پرانيزئ.

د «مننه» کلمه ډېره کاروئ.

د «ښه» او «بلې» پر ځای د «په سترګو» له جملې څخه ګټه اخلئ.

هڅه وکړئ چې تل ښه کارونه ترسره کړی او دې لړۍ ته دوام ورکړئ.

له ډوډۍ خوړلو مخکې په دعا سره د الله شکر پر ځای کړئ.

له خپلو کارکوونکو او همکارانو سره صمیمي اوسئ.

له خپل ځان سره مینه وکړئ.

سهار پر ښو او نېکو کارونو پیل کړئ.

نورو ته مینه ورکړئ.

هیلې مه بايلئ.

څه چې نه لری، پروا يې مه لرئ.

د الله له ټولو بنده ګانو سره يو شان مینه وکړئ.

داسې څه ترسره کړئ چې ان سپوږمۍ درته وخاندي.

تر وسې پورې نورو ته خیر ورسوئ.

د خدای پاک پر نعمتونو شکر وباسئ.