که سترګه کې مو څه پرېوتل، څه باید وکړو؟

کله چې په سترګه کې خاوره، وېښته، میاشه او یا بل کوم څه ولوېږي، سترګه اوښکه کوي او سړی ور سره تر هغې نارامه وي تر څو يې ترې را ويستی نه وي.

روغتیا پوهان وايي چې د لاندې تګلارو په پام کې نېولو سره څومره ژر چې کېدای شي باید سترګه باکه او دغه څيز ترې را ووېستل شي.

بيړه مه کوه:

سترګو کې د څو لوېدلو سمدلاسه خلک د سترګې په مښلو لاس پورې کوي. پوهان وايي چې باید بيړه ونه شي. لومړی باید لاسونه به صابون پرېمنځل شي او بیا د ګوتو په سرونو باندې سترګه په نرمۍ سره ومښي. ځکه په سختۍ او زور مښنه سترګو کې درد او نورې ناروغۍ را پید کوي.

که پرېوتی څېز غټ و، په خپله يې د راويستلو کوښښ مه کوئ، بلکې ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

له اوبو څخه ګټه پورته کړئ:

په سترګه کې لوېدلي څيزونه د اوبو په واسطه هم را ويستلی شئ. سترګه مو په یو کاسه اوبو کې ټيټه، یا شاور ته ونيسئ او یا په سترګو کې د پاکو اوبو څاڅکي وکړئ هر څه به مو له سترګو را ووځي.

ډاکتر ته مراجعه وکړئ

که په سترګو کې د لوېدلي څېز په را وېستلو و نه توانېدئ، یا مو سترګه له حده زیاته سره شوه او یا د څه احساس درته کېږي خو نه يې وينئ، ډاکتر ته په مراجعه کې بيړه وکړئ، څومره چې ډېر پاتې کېږي هومره سترګې ته زیان رسوي.

لیکوال:بریال سهار