که هوښياران نه پېژنئ، دا يې نښې دي

زموږ په ټولنه کې خلکو ته ډېر تند او جدي خلک لیوني ښکاري، خو که له حقیقت خبر شئ، کیسه بل ډول ده.

مشهور امریکايي لیکوال ارنسټ هیمنګ وايي، په خپل ژوند کې یې ډېر داسې کم خلک لیدلي چې ډېر پوه او ذهین وي، مګر خوشحاله اوسي.

ده ویلي، کله چې تاسې هر سړی په متفاوته بڼه، عادتو او خبرو ګورئ، پوه شئ چې هغه ذهین او له نورو هغو بل ډول دی چې تاسې یې په اړه فکر کوئ.

دی وايي، هوښياران تر ډېره یوازیتوب خوښوي، زړه یې په ډېرو مېلو کې د ګډون هیله نه لري، بې ترتیبه عادتونه لري او هيڅ‌کله به یې خوشحاله و نه ګورئ.