کيبورډ تڼیو په دندو خبر یاست؟ F1- F12 د ‎

لیکوال : وحدت حبیب بارک
د F1- F12 تڼیو په دندو به ډېر کم خلک خبر وي. کوم خلک چي کمپيوټر استعمالوي کېدای سي ددې تڼیو د دندو سره به اشنایي ډیره کمه ولري.
د کمپيوټر په اصطلاح دې تڼیو ته تابعي تڼۍ (Function keys) وایي چي د هر کمپيوټر کيبورډ په سر کي کرار لري. ددې تڼیو دندي د کمپيوټر کار کونکو لپاره نوی خبر نه دی چي ایسته واچول سي، بلکه دا تڼۍ د کمپيوټر ډېر مهم کارونه په لږ وخت کي سرته رسوي او د وخت د ضایع مخه نیسي.
ما د نوموړو تڼیو د دندو په باب داسي معلومات راټول کړي چي تر اوسه چا نه وي کښلي، خپل په کمپيوټر کي ددې تڼیو څخه ګټه پورته کړئ او نورو ته یې هم ور وښیاست.
Function Keys د تابعي تڼیو دندي:
F1
کله چي تاسو په یو پرګرام کي کار کوئ، د F1 تڼۍ په کښېکاږلو سره د نوموړي پروګرام مرستندویه پاڼه (Help Screen) پرانستل کیږي چي په مټ یې تاسو د پروګرام په باب مرسته غوښتلای سئ.
F2
د هر فايل یا فولډر تر ټاکلو وروسته د F2 تڼۍ په کښېکاږلو سره د فایل نوم بدلولاې سئ، یعني فایل Rename کوي.
F3
که وغواړئ چي په یو پروګرام کي د یو شي پلټنه وکړئ، د F3 تڼۍ په کښېکښلو سره د پروګرام د پلټني فورم (Search Form) پرانیستل کیږي.
F4
دا تڼۍ ستاسو سره د خلاص پروګرام په بندولو کي مرسته کوي.
F5
ددې تڼۍ په کښېکاږلو سره هر فعاله پروګرام،پاڼي، ويبپاڼي او یا سند ته په کوم کي چي تاسو بوخت یاست بیا تازه والی (Refresh) ورکوي.
F6
کله چي په ویب بروزر کي کار کوئ، د F6 تڼۍ په کښېکاږلو سره موس نښه (Mouse Pointer) ادرس میلې (Address bar) ته خوځښت کوي. دا کړنه په هر بروزر کي د اجراء کولو وړ ده.
F7
په یو سند یا لیکنه کي د املا او ګرامري غلطیو کتنه ددې تڼۍ دنده ده. کله چي تاسو په مایکروسافټ ورکړ کي لیکنه کوئ، د F7 تڼۍ په کښېکاږلو سره ستاسي د لیکني د املايي او ګرامري غلطیو په اصلاح کي مرسته کوي.
F8
په کمپيوټر کی د boot window پرانیستلو لپاره F8 تڼۍ کښېکاږئ، نوموړې پانه به پرانیستل سي.
F9
دا تڼۍ ډېر وختونه په آفېس پروګرام کي کار کوي. F9 تڼۍ د ورډ پروګرام به بیا تازه کولو کي او همدارنګه په Outlook کي د ایمیل په لېږلو او یا ساتلو کي مرسته کوي.
F10
د هر Application د مینوبار (Menu bar) فعالولو او یا غیر فعالولو کي مرسته کوي. د F10 تڼۍ په کښېکښلو سره د خلاص پروګرام مینوبار ښیي. همدارنګه د Shift+ F10 تڼیو په کښېکاږلو سره د موس یا ټچپېډ د ښی کلیک دنده سرته رسوي.
F11
ددې تڼۍ په کښېکښلو سره د ویب بروزر مکمله پرده (Full Screen) فعاله او یا غیر فعاله کیږي.
F12
دا تڼۍ په مایکروسافټ ورډ کي د ثبتولو بکس (Save as dialog box) پرانیزي.