ګډ سفر مو په ګډ ژوند څه اغېز لري؟

که يو يا څو اولاده ولرئ تاسې يې په خپله مه هېروئ په پیل کې دا په ياد ولرئ چې د هغوئ لپاره ښه مور او پلار شئ؛ نو دا غوره ده چې ځان ته ښه روحيه ورکړئ، خو تر ډېره چې ښځې او خاوند ته ستونزې جوړوي هغه دا ده چې بیا دوه نفره کېږي يانې که اولادونه ولري د دوئ دوو تر منځ پخوانۍ مينه کموي، خو اولادونه د دې سبب ګرځي چې د دوئ ژوند ورسره بدلېږي مثلاً ځينې چې زيات بچيان ولري دومره پرې بوخت شي چې ځانونه يې هېر شي.

نو دا ځکه اړين دي چې په دې برخه کې ښځه او خاوند هغه مهالوېش ولري چې ګډ ژوند يې په يوه برخه کې تېر نه‌شي يانې هر څه ته ځای او وخت ځانګړی کړي چې له ژونده په خپله هم خوند واخلي، مثلاً په يوه نوي هوټل کې عاشقانه انځورونه اخيستل، سېنما يا بل کوم تفريحې پروګرام ته تلل، د دوو نفرو سپورټ، ګډه اشپزي، خوندور فلم کتل، پياده تګ، يا هغه کارونه چې د واده په لومړيو کې يې تفريحي بوختياوې وي، يو ځل بيا را تازه کړي.

نو تفريح او چکر نه يوازې د ساعتېرې او پام غلطولو لپاره ګټور دی، بلکې ټولې ستونزې ورسره حل کېږي تر دې حده چې يو ځل به بيا همبستره شي او د ځوانۍ مينه به سره وکړي، خو په دې شرط چې سفر يې لنډ نه، اوږد وي. څومره چې چکر اوږد وي هغومره ګټور واقع کېږي.

او که ارام او عاشقانه ځای ته ځي په هماغه اندازه به يې ژوند يو ځل بيا روښانه او تازه کېږي. همدارنګه اولادونه هم په مور او پلار پسې تړلي دي چې زياته مينه ورسره لري، خو دا به ګنا نه وي چې هغه څو ساعته له ځانه ليرې کړي او ځان ته هم وخت ورکړي چکر ته ولاړ شي.

دا کار کېدای شي په ماشومانو کې دا ارامي احساس غښتلی کړي. تجربې ښيي څومره چې په کور کې د ښځې او خاوند جنجال پېښېږي، په هماغه کچه ماشومان تر ذهنې فشار لاندې راځي يا عصباني کېږي. سفر او له کوره وتل نه يوازې د ښځې او خاوند ستونزې، ديغت کموي، بلکې له ماشومانو سره يې هم چلند سمېږي او په ګډ کورني ژوند يې مثبت اغېز کوي.

په دې برخه کې مطالعات ښيي کومې ښځې او خاوندان چې دا رنګ مهالوېش لري او منظم يې عملي کوي، دوه چنده يو بل ته وفادار او د ګډ ژوند احساس يې غښتلی کېږي.

سرخط ورځپاڼه