یوازې په څو افغانیو د سرطان په څير مهلکې ناروغۍ مخه ونیسئ

زرد چوبه یا کورکمن (Turmeric) په ځینو هیوادونو کې د پخلنځی مهمه برخه ګڼل کیږي خو ډیر لږ خلک د دغې خواړه له روغتیايي ګټو خبر دي. زرد چوبه په بدن کې د سرطان په څیر مهلکې ناروغۍ په وړاندې مقاومت کوي او سرطاني حجرات ځان وژنې ته اړ کوي.

زرد چوبه د روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دی ځکه چې دغه خواړه په بدن کې د کیمیاوي موادو او یا هم له حجراتو څخه وتوونکي اضافي مواد کوم چې د انسان په روغتیا ناوړه اغیز کوي په وړاندې مقاومت کوي او د زیان مخه يي نیسي.

کورکمن خپل طبیعي خواصو له امله په بدن کې د ناروغۍ په وړاندې د دفاع دنده په غاړه اخلي. په ځانګړی ډول د ټپونو په وړاندې مدافعت کولو سره دغه خواړه د سرطان ناروغۍ مخه نیسي او هغه سرطاني حجرات چې د کورکمن په وړاندې جګړه کوي په خپله له منځه ځي.

په ابتدايي ډول کله چې د سرطان میکروب بدن ته داخلیږي نو په بدن کې شته کورکمن خپل دفاعي وړتیا په مرسته دغه میکروب له منځه وړي. د سرطان میکروب هغه مهال په بدن کې خپریږي چې په بدن کې د کورکمن اندازه له ځانګړې اندازې څخه کمه وي.

پخوانیو میرمنو د ډوډۍ پخولو پر مهال کورکمن استعمالول او په دې ډول د سرطان ناروغۍ له خپریدو څخه يي مخنیوی کوله خو په اوسنیو وختونو کې د خواړه طریقو کې بدلون له امله کورکمن نه استعمالیږي چې له همدې امله سرطان ناروغۍ هم عامه شوې.

اوس په نړۍ کې د سرطان عام ډولونه د سږو سرطان، د سینې سرطان، د غټو کولمو سرطان او ځینې نور دي چې د دې ټولو لپاره کورکمن ډیر زیات ګټور دی.

د امریکا په نسبت په هندوستان، بنګله دیش او پاکستان کې د سرطان ناروغۍ لس چنده لږه ده ځکه چې دغو هیوادونو کې کورکمن په زیاته اندازه په خوړو کې استعمالیږي.

کورکمن بدن ته له داخلیدو وروسته د انټي بایوټیک (Anti-Biotic) رول لوبوي او همداراز د سرطان زهري خواصو په له منځه وړلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

کورکمن خپل د خوړو اړینه برخه وګرځوئ او په دې ډول د بې شمیرو ناروغیو مخه ونیسئ. د کورکمن له استعمال سره د انسان بدن کولی شي د زیات شمیر ناروغیو درملنه په خپله وکړي او ډاکټر ته د تلو اړتیا به نه پیدا کیږي.