یوټیوب به هغه ویډیو ګانې او مواد لرې کړي چې په لاندې ډول یې نومونه ذکر شوي

پرلیکه یا انلاین نړۍ د کرکې، درواغو، تعصب، توهین او تحقیر اړوند مواد شریکول اسانه خبره ده، خو کنټرول یې مسوولانو ته یوه ستره ننګونه ده چې هر وخت دوی په همدې اړه تر سختو نیوکو لاندې نیول کېږي.

خو اوس د ویډیو شریکولو یو تر ټولو سترې ويب‌پاڼې یوټیوب پرېکړه کړې چې د کرکې پارونې، تعصب او سپکاوي اړوند مواد به له خپل سایټه لرې کړي او په دا ډول موادو به سخت بندیز ولګول شي.

له یوټیوب ادارې په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د کرکې او تعصب په اړه یې نوې پاليسې جوړه کړې چې سر له ننه به پلې کېږي او هيڅوک ترې مستثنا نه ‌دی.

په دې پالیسې کې د کم عمره، جنس، مذهب، نسل پرستۍ، تعصب او کرکې پارونې اړوندو موادو سخت بندیز لګېدلی او هر څوک چې ترې سرغړونه وکړي، سم دستي به یې یوټیوب چېنل بند شي.

یوټیوب وايي، دا پرېکړه یې له هغه وروسته وکړه چې په نیوزیلېنډ کې پر مسلمانانو سخت مرګونی برید په ژوندۍ بڼه خپور وشو او په همدې اړه د کرکې ډېرې ویډیوګانې هم خپرې شوې.