۸ هغه کارونه چې د ځوان دانو د مخنیوي لامل ګرځي

ستاسو په نظر ممکن د مخ د بخار مخنیوی نا ممکن وي، ځکه تاسو په کراتو بازار ته ځئ یو نوی محصول اخلئ او هغه مو پر مخ امتحان کوئ، له هغې نا راضي کېږئ او بیا بل محصول اخلئ، مګر پایله یې تل یو ډول ده ځکه تاسو د یو جلدي متخصص څخه د علاج کولو هڅه نه ده کړې.

یوه غوره د حل لاره شتون لري. اته هغه کارونه چې تاسو یې باید په خپل ورځني مهالوېش کې اضافه کړئ، کولی شي ستاسو د مخ بخار کنترول او د هغې له پرمختګ نه مخنیو وکړي.

۲. په کافي اندازه خوب وکړئ!

په کافي اندازه خوب کول د سټریس د کموالی سبب ګرځي، چې سټریس د ځواني په ډېرېدو کې مهم رول لري.

۳. پر مخ مو د لاس وهلو نه ډډه وکړئ!

اکثره خلک عادت لري، چې په ساعت کې لس ځله پر خپل مخ لاس وهي او ځواني دانې زور کوي او یا یې شکوي. چې دا کار د مخ له یوې برخې نه بلې ته د دانو د انتقال سبب کېږي او پر مخ ځواني دانې زیاتوي.

۴. د سر له غوړیو کار مه اخلئ!

د سر غوړولو پر مهال یو څه اندازه غوړوالی په تندي کې پاتې کېږي، چې له دې وجې د ځواني دانو د بخار د زیاتوالي لامل کېږي، که ځواني دانې لرئ د سر له غوړولو ډډه وکړئ.

۵. مخ مو په کریم مه غوړوئ!

د پوستکې غوړول د بخار د زیاتېدو او د بخار زیاتېدل د ځواني دانو د پیدا کېدو لامل ګرځي.

۶. د ارایش سامان مو یو ځل بیا و پلټئ!

تاسو ممکن د خپل مخ د پاکوالي له پاره ښه محصولات انتخاب کړي وي، خو ممکن په نورو محصولاتو کې مو داسې څه وي، چې د ځواني دانو د پیدا کولو سبب کېږي، لکه د لمر ضد کریم، سپینونکی کریم، مرطوب کوونکي کریمونه، دا هغه څه دي، چې د مخ د بخار پیدا کېدو لامل کېږي.

۷. خوراکي موادو ته مو پام وکړئ!

هغه خوراکي مواد لکه ( چاکلیټ، پیتزا، سره کړي خوراکونه، انرژي او کافین) هغه څه دي چې ممکن د ځواني دانو د زیاتېدو لامل شي، که چېرته تاسو د خوراکي موادو په ډله کې متوجه شوي یاست چې د مخ د بخار سبب ګرځي نو له خوراک څخه یې ډډه وکړئ.

۸. له جلدي ډاکټر سره مشهوره!

که چېرته د پورته ټولو هڅو سره سره بیا هم له دې ستونزې سره مخ یاست نو هیله ده له جلري ډاکټر سره مشوره وکړئ او د دې ستونزې د مخنیوي له پاره د اړتیا وړ درمل ترلاسه کړئ.

ژباړه: حُسنا ساپۍ