آیا خبر یاست چې د برګي یا درب ناروغۍ درملنه موږ ډېر په آسانۍ او کم لګښت کولی شو؟

ژباړن: نورمحمد نوري

مطلب په بشپړه توګه ولولئ او د مهربانۍ له مخې یې شیر او لایک کړئ.

د نړۍ وروستۍ څېړنې ښایي، چې د نړۍ یو اعشاریه پینځه سلنه وګړي، په برګي یا هم د درب په ناروغۍ بوخت دي.

(ځینې خلک دغه ناروغي پېس په نوم هم پېژني)

په دغه ناروغۍ کې پوستکۍ خپل اصلي رنګ له لاسه ورکوي او د وینې حجرات تر پوستکي لاندې ملانوسېت باندې بدلون مومي.

هغه څوک چې په دغه ناروغۍ بوخت وي، د لمر له شعاع څخه ډېر په تنګیږي؛ په ځانګړې توګه هغه څوک چې پوستکی یې زیات سپین والی لري.

ښکاره ده چې د درب یا برګي ناروغۍ له امله هیڅ څوک هم نه دردیږي؛ خو په دغه ناروغۍ بوخت وګړي په ټولنه کې له ذهني فشار سره ځکه اخته وي، چې له نورو سره یې توپیر وي او خدای ورڅخه د پوستکي اصلي ښکلا اخیستي وي.

په دغه ناروغۍ بوخت خلک دې نه ناهیلي کیږي؛ ځکه داسې هم نه ده چې دغه ناروغي به هیڅ درملنه ونلري.

ساینس پوهان او څیړونکي وایي، خدای موږ ته په طبعیت کې داسې شیان خلق کړي، چې په وسیله یې کولی شو د دې ناروغۍ درملنه وکړو.

د ریحان پاڼې او د لیمو اوبه:

د ریحان پاڼې په خپل ترکیب کې د مکروب او د عمر د زوړوالي ضد مادې لري، چې پوستکی د درب ناروغۍ ته نه پریږدي.

+ د ریحان تازه پاڼې وټکوئ او د لیمو له جوس سره یې یو ځای کړئ.

++ بیا یې را واخلئ او په خپل خراب شوي پوستکي باندې یې په ورځ کې درې ځلې ومښئ؛ چې دغه کړنه باید تر شپږو میاشتو په دوامداره توګه عملي شي.

په دې سره به د ناروغ د پوستکي هغه برخه چې خپل اصلي رنګ یې له لاسه ورکړی دی؛ نورمال حالت ته واوړي.