آیا د زړه ناروغي لرئ او یا هم د وینې له لوړ او مضر کلسټرول څخه په تنګ یاست؟

که چېرې تاسو د وینې له لوړ او مضر کلسټرول سره مخ هم نه یاست، نو کولی شی وار له مخې له دغو لارو کار واخلئ.

هیله کوم مطلب تر پایه ولولئ او شیر یې کړئ، تر څو بدن مو له لاندینیو ستونزو سره مخ نشي.

د زړه د ناروغۍ د څېړونکو د معلوماتو له مخې د وینې لوړ او مضر کلسټرول هغه څه دي، چې د زړه د حملې یا د زړه د ناروغۍ لامل کیږي.

باید یادونه وشي، چې د کلسټرولو نورمال ساتل ډېر اړین دي تر څو آرامه او  له روغتیا برخه من ژوند ولرئ؛ که څه هم د کلسټرولو د درملنې لپاره ډاکټران درمل ورکوي؛ خو هغه ډېر جانبي عوارض هم لري.

که چېرې ډاکټر تاسو ته ووایي، چې پرهېز کوئ او په خوړو کې مو بدلون راولئ؛ نو له هغو طبعي درملو کار واخلئ چې د چینایانو په ګډون به ډېرو نورو ترې کار اخیست.

 

له خامې ووږې کار واخلئ:

د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه د خامې ووږې دوه یا درې پلي  وخورئ او په دیګ یې  هم وکاروئ.

ووږه ځکه ستاسو د کلسټرولو په راټیټولو کې له تاسو سره مرسته کوي، چې په دې کې د انټي آکسیډاینټ ترکیب شتون لري، چې د الېسن په نوم یادیږي.

د لیموانو جوس:

د چینایانو تجربه لرونکي ډاکټران او حکیمان د وینې د ناوړو او مضرو کلسټرولو له منځه وړلو لپاره خپلو ناروغانو ته وایي، چې لږ تر لږه دې په ورځ کې د لیمو له یو ګلاس جوس څخه ګټه واخلي؛ ځکه لیمو هم په خپل ترکیب کې  ډېر په زړه پورې انټي آکسیډانټ لري، چې په کارولو سره یې ستاسو په وینه کې مضر کلسټرول له منځه وړي.

باید ووایم، چې له تازه لیمو او تازه جوس څخه کار واخلئ او هغه جوس چې ځنډېدلی وي، ویې نه کاروئ؛ که تاسو د لیمو ځنډېدلی جوس وخورئ، نو د دې پر ځای چې ستاسو بدن ته ګټه در ورسوي، ناروغي مو زیاتوي.

وچ شین چای:

وچ شین چای هم د لیمو په څېر له هغو آنټي آکسیډانټ څخه برخه من دی، چې د وینې ناوړه او مضر کلسټرول له منځه وړي او ګټورو کلسټرولو ته مو وده ورکوي.

نو که چېرې غواړئ، د وینې مضر کلسټرول مو زیات نشی او د زړه له ناروغئ ځان وژغورئ، نو د لیمو په جوسو کې مو یوه قاشوغه وچ چای هم ور واچوئ او له څښاک سره مو یو ځای وخورئ.

مڼه:

تاسو باید د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوه یا درې مڼې وخورئ، ځکه مڼه هم کولی شي، چې ستاسو لوړ او مضر کلسټرول له منځه یوسي؛ په مڼه کې هم په خپل ترکیب کې ډېر پیاوړي آنټي آکسیډانټ لري.

که چېرې مڼې ته لاسرسۍ نلرئ او یا مو اقتصادي وضعیت خراب ويي، نو کولی شئ، چې د مڼې پر ځای پیاز وکاروئ.

د نړۍ د سترو محققینو وروستۍ څېړنې ښیي، چې پیاز هم مڼې ته ورته خاصیت لري او کولی شي چې ستاسو د وینې لوړ او مضر کلسټرول له منځه یوسي.