آیا له زوړ، ځوړند او چاودیدلي پوستکي په تنګ یاست او شفاف پوستکی غواړئ؟

زموږ د دې مطلب په لوستلو سره تاسو کولی شئ، ډاکټر ته له تللو څخه پرته په ډېر کم لګښت ځوان او ځلېدونکی پوستکی ولرئ.

ډیری خلک له وچ، ځوړند او چاودلي پوستکي څخه شکایتونه لري؛ خو لامل یې یواځې وچه او یخه هوا نه وي، ځینې نور لاملونه هم شته چې ستاسو پوستکي له دې ډول ستونزو سره مخ کوي؛ چې هغه د عمر زیاتوالی، ژنتیکي یا نسلي او هورموني لاملونه ګڼل کیږي.

که تاسو وغواړئ، نو د پوستکي د شفاف ساتلو لپاره درې آسانه لارې په ډېر کم لګښت تر سره کولی شئ.

۱: په سمه توګه حمام کول

حمام کول د پوستکي لپاره ډېر ګټور دي؛ خو که چېرې تاسو ژر ژر حمام وکړئ او یا په ځنډ سره حمام وکړئ، نو هغه طبعي غوړ چې ستاسو پوستکي یې لري، له منځه وړلی شي.

که چېرې ستاسو پوستکی له ذکر شویو حالاتو سره مخ کیږي، نو له لاندې کړنلارو کار واخلئ.

که چېرې تاسو په حمام کې ډېر وخت تېروی نو وخت یې راکم کړئ او تر لسو دقیقو زیات وخت په حمام کې مه تېروئ.

له ګرمو اوبو څخه کار مه اخلئ او سړې اوبه کاروئ، که چېرې هوا ډېره سړه وي؛ نو بیا تړمې اوبه وکاروئ.

یادونه: که چېرې تاسو ډېرې ګرمې اوبه وکاروئ، نو ستاسو د پوستکي د ځوړند والي لامل کیږي.

۲: له هوښیارئ کار واخلئ.

کله مو چې پوستکی چاودلی او وچ وي، نو د دې پر ځای چې له کېسې څخه کار واخلئ، نو باید له خپلو لاسونو څخه کار واخلئ، ځکه په پوستکي د فشار واردولو له امله ستاسو د پوستکي چاودي نور هم زیاتیږي؛ خو په دې شرط چې ستاسو لاسونه په بشپړه توګه پاک وي.

کله چې له حمام څخه راووځئ، نو په ځان پاک باندې یواځې ستاسو د بدن اوبه وچې کړئ او بدن یا مخ مو پرې کلک ـ کلک مه سولوئ.

۳: له طبعي موادو کار واخلئ.

اړتیا نشته چې تاسو د خپل پوستکي د نرم او شفاف ساتلو لپاره بازار ته ولاړ شئ او زیاتې پیسې ولګوئ؛ ځکه دا هر څه ستاسو په کورونو یا نیږدې دوکانونو کې شتون لري، تاسو کولی شئ دغه مواد په خپلو پوستکو ومښئ چې پوستکی مو شفاف او نرم شي.

شېدې:

شېدې هغه طبعي مواد دي، چې له طبعي اړخه په زیاته کچه د التهاب ضد مواد لري، نو کولی شي ستاسو پوستکی له وچوالي وژغوري. همداراز شېدې یا شودې کولی شي چې ستاسو مخ له خارښت څخه هم وژغوري.

شېدې لاکتیک اسید هم لري چې ستاسو خراب شوی او زوړ شوی پوستکی بېرته رغولی شي، نو که چېرې غواړئ چې مخ مو ځلا ولري نو له شېدو څخه کار واخلئ یعنې پر مخ او پوستکي مو ومښئ.

 

شات:

شات ستاسو له پوستکي سره ډېره مرسته کولی شي، ځکه چې شات په خپل ترکیب کې انټي آکسیډېنټ، هیومېکټن او انټي مېکروبایل لري، چې ستاسو پوستکی نرم او شفاف ساتلی شي او د دې سربېره شات له ډېرو ښو ویټامینونو برخه من دی، چې ستاسو د پوستکي په رغولو کې رغنده رول لوبولی شي.

 

یادونه: که چېرې تاسو له خامو شودو او د شاتو له ګډ ترکیب څخه ګټه واخلئ، نو هیڅکله به هم د پوستکي له ستونزو سره مخ نشئ او کله مو چې له دغه ګډ ترکیب څخه ګټه واخیستله نو لس  یا پینځلس دقیقې وروسته مو مخ ووینځئ.

ژباړن: نورمحمد نوري