آیا په ژمي کې د وزن کمولو له ستونزو سره مخ یاست؟

آیا تاسې هم د وزن کمولو هڅه کوئ خو د ژمي ګرم او خوندور خواړه خنډ ګرځي؟ که داسې وي نو د خوراکي توکو کارپوهانو ځینې داسې خواړه ښودلي چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

له ډېرو څېړنو ثابته شوې ده چې د ژمي په موسم کې د اوړي په پرتله ډېر خوراک کېږي او همدا لامل دی چې وزن ورسره ډېرېږي. خو له نېکه مرغه په ژمي کې ډېرې داسې مېوې، سبزیجات او مصالحې هم استعمالېږي چې په طبیعي ډول وزن کموي.

ګازرې:
په ګازرو کې داسې غذایي مواد شتون لري چې تر ډېره پورې د لوږې مخنیوی کوي او ترڅنګ یې لږ شمېر کالوري هم لري او په بېلابېلو طریقو سره یې په خوراک کې شاملولی شئ.

جغندر:
جغندر د وزن کمولو لپاره په برابره اندازه فایبر لري. په سل ګرامه جغندرو کې ۴۳ کالوري، ۰.۲ ګرامه غوړ او ۱۰ ګرامه کاربوهایډریټ لري او د سلاد او جوسو په ډول یې هم استعمالولی شئ.

دارچیني او ملخوزې دانه:
دارچیني په طبیعي ډول میتابولیزم عملیه تېزوي او وزن کموي. دغه راز ملخوزه دانه د شکرې کچه کابو کوي او د انسولینو اخراج په ډېرولو کې اغېزمن تمامېږي او متیابولیزم هم تېزوي.

امرود:
امرود د ژمي د موسم خوندور او ګټوره مېوه ده. دا مېوه په ډېره اندازه فایبر لري چې تقریباً د بدن دولس سلنه اړتیا پوره کوي او هضم او میتابولیزم لپاره هم خورا ګټوره وي، چې په همدې سبب وزن هم کموي.