آیا پوهېږئ چې د پستې مغز یواځې خوندور نه، بلکې د روغتیا لپاره ډېرې ګټې هم لري؟

ژباړن: نورمحمد نوري

پسته په خپل ترکیب کې د روغتیا لپاره  رغنده رول لوبوونکي مواد لري، چې نن به یې تاسو ته یواځې څو مهمې ګټې په لنډه توګه په ګوته کړم.

د پستې خوراک د سترګو کمزورتیا، کولمو درد، سرطان، شکر، د زړه حملې او وزن په اداره کولو کې له تاسو سره مرسته کوي.

۱:  غټو کولمو ته یې ګټه

دا چې پسته په خپل ترکیب کې رژیمي فایبر لري، نو ځکه کولی شي چې د خوړو په وسیله ستاسو کولمې نرمې کړې او آرام فعالیت پیل  کړي.

۲: سترګو ته یې ګټه

د پستې مغز په خپل ترکیب کې د کاروتنوئېد په نوم مواد لري، چې د زیکسانتین او لوټین په نامه پېژندل کیږي.

کاروتنوئېد هغه ماده ده، سربېره پر دې چې ستاسو د نورو ناروغیو د ګواښ کچه ښکته کوي د سترګو کمزورۍ او سرطان له ناروغیو هم مخنیوی کوي.

وروستۍ څېړنې ښایي که چېرې کوم څوک په دوامداره توګه له پستې څخه ګټه واخلي، نو که عمر یې زیات هم شي نو سترګې به یې نه کمزورې کیږي.

 

۳: د شکر یا خوږې ناروغۍ اداره کول

 

پسته د شکر ناروغۍ په اداره کولو کې رغنده لوبوي، ځکه په دې کې د (ګلېکېشن) په نوم مواد شتون لري، کوم چې ستاسو د بدن خوږه مناسب حالت ته راوستلی شي.

همداراز په پسته کې انټي اکسیډاینټ شتون لري، چې د شکر په اداره کولو کې له ګلېکېشن سره مرسته کوي.

 

۴: د زړه حملې ته یې ګټې

دا چې پسته د غني انټي اکسیډاینټونو سرچینه ده، نو د وینې کلسټرول او هغې ته ورته مضر حرکات چې په بدن کې ترسره کیږي، د هغې مخنیوی کوي.

د پستې په خوړلو سره ستاسو زړه صحت مند پاتې کیږي، ځکه چې پسته په خپل ترکیب کې داسې مهمې مادې لري، کومې چې کولی شي د هغو مضرو کلسټرولو مخنیوی وکړي چې زړه ته د  وینې جریانات او یا والونه بندوي او د زړه د حملې لامل کیږي.

 

۵: د وزن اداره کول

دا چې پسته په خپل ترکیب کې مونونساچرېټ فاټ لري، نو هیڅکله هم نه پریږدي چې ستاسو وزن زیات شي.

یادونه: په زیاته کچه د پستې له خوړلو باید ډډه وشي، ځکه چې پسته یو له هغو خوړو څخه ده، چې ډېرې زیاتې کالریانې لري.