اتمه خاطره!

لیکوال: شکرالله پاڅون

چې کله هم خبري کنفرانس ته ځو، باید له وړاندې د خبري کنفرانس د موضوع، شخص او شخص ته د راجع کېدونکو موضوعاتو په اړه پوره پوهاوی ولرو، کومه پوښتنه چې کوو، باید پوره مسوولیت او پوره اګاهۍ سره یې وکړو، ځکه ځیرک سیاسیون او چارواکي له ژورنالیستانو د ځان د خلاصي لپاره ډېر کله پوښتنه بېرته ژورنالیست ته راګرځوي او مثال ترې  غواړي، ژورنالیست باید هم مثال ولري او هم د کنفرانس ورکوونکي او یا هم مرکه کېدونکي د بېرته ورماتولو لپاره معلومات ولري.

ځیني وختونه په خبري کنفرانسونو او ځانګړو مرکو کې داسې پېښ شوي، چې مرکه کېدونکي خبریال په خپله پوښتنه کې را ګېر کړی وي، آن مرکه کېدونکي په خبریال پورې یو ډول تمسخر کړی، چې دا کار بیا په ټولنه کې د ژورنالیست د کم راتللو او په لویه کې د لوېدلو باعث هم ګرځي، نو هڅه باید وشي چې هرې مرکې او کنفرانس ته پوره تیاری ونیول شي. یا په بله اصطلاح د هرې پوښتنې وړاندې باید پوره اطمینان موجود وي، چې کومه پوښتنه کېږي، په مرکه کېدونکي پورې یا تړاو ولري، یا هم د هغه کړنه اوسي او یا هم ځوابول یې د مرکه کېدونکي کار وي.

غالباً ۱۳۹۲ لمریز کال و، ما په ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون کې د خبر څانګې او سیاسي پروګرامونو د مسوول په توګه دنده مخته وړله، په ننګرهار کې د وخت د والي ګل اغا شېرزي پرضد د ولسي جرګې د ننګرهاريو یوشمېر وکیلانو او یوشمېر قومي مشرانو د ولسونو لاریونونه پیل کړي وو، د لاریون سمبالوونکي او هغه مهال په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدیر له ژورنالیستانو سره ناسته لرله او تر ناستې وروسته یې خبري  کنفرانس لاره، موږ هم په مشورتي ناسته کې ګډون لرلو، تر ناستې وروسته حاجي ظاهر قدیر د خبریالانو مخته ودرېد، خبریالانو د لاریونونو په اړه ترې  پوښتنې شروع کړې، زموږ خبریال ترې پوښتنه وکړه:  تاسې په  فساد کې لاس لرئ، د شخصي ګټو لپاره  مو لاریونونه را ویستي، ځواب مو څه دی؟

حاجي ظاهر  قدیر ورته مخ ورواړاوه  او له خبریال یې وپوښتل: لکه، مثال یې ووایه؟

دلته نو زموږ د خبریال نه لاره ورکه شوه، غلی ودرېد، حاجي ظاهر ورته وویل: بچو! ته  کله ژورنالیست شوې؟

دې خبرې خدای شته ټول خبریالان خپه او حیران کړل، په دې صحنه کې زه او زموږ د  راډیو تلوېزیون د نشراتو مسوول هم ولاړ و، تر ما زموږ د نشراتو مسوول ورمخکې شو، ورته کړه یې: حاجي  صاحب، داسې  ویل کېږي، چې په فلاني کار کې تاسې لاس لرئ، په فلاني ځای کې ستاسې مشکل دی.

حاجي ظاهر خپل ځوابونه وویل، خو زموږ خبریال چې نوی خبریال شوی و، تازه یې  د خبریالۍ مایک په لاس کې اخیستی و، زموږ رسنۍ یې د خلکو په خوله کې کړه، هر ملګري به بیا  د ټوکې په ډول یو بل ته ویل، چې ته کله خبریال  شوی یې… خو اوس زموږ د هغه وخت خبریال په خپل مسلک کې ځلېدلی دی.