اته تنه د نیمې نړۍ هومره پانګه لري

اکسفام وايي، په نړۍ کې د سترو بډایو او ډیرو بې وزلو ترمنځ واټن تر هغې ډیر زیات شوی چې پخوا یې فکر کیده. ددې ادارې د راپور له مخې د نړۍ اته تر ټولو ستر شتمن اشخاص د نورې نیمې نړۍ د خلکو هومره پانګه په یوازې سر لري.

اکسفام په دې راپور کې د نړۍ د شتمنو کسانو لیست د فوربس د مجلې د ۲۰۱۶ م کال مارچ کې د خپرو شویو شمیرو په بنسټ راخیستی چې په کې د مایکرو سافټ بنسټګر بېل ګیټس د ۷۵ میلیاردو ډالرو په لرلو د نړۍ لومړی شتمن کس یاد شوې.

ورپسې په ترتیب سره امانڅیو اورټیګا هسپانوی دی چې په اروپا کې تر ټولو شتمن کس دی.

په پاتې کسانو کې مکسیکويي سوداګر کارلوس سلیم هیلو( Carlos Slim Helu) ، پور ورکونکي ورنیټ بوفیټ (Warren Buffett ) ، د امازون مشر جیف بوزیس( Jeff Bezos)، د فیسبوک مشر مارک ځوکربرګ (Mark Zuckerberg) ، د اورڅل مشر لاري ایلسن (Larry Ellison) ، او د نیویارک پخوانی ښاروال بلومبرګ ( Bloomberg) شامل دي .

اکسفام اداره وايي، دا اته تنه د نیمې نړۍ د خلکو هومره شتمني لري.

د دوشنبې په ورځ په سویس کې په یو سیاسي او اقتصادي غونډه کې د خپلو موندنو په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال اکسفام ( د بې وزلۍ ضد ) ادارې وویل، د ډیر زیاتو شتمنو او ډيرو بې وزلو ترمنځ فاصله د تیر کال په پرتله زیاته شوې ده.

په راپور کې د هیوادونو پر مشرانو ټینګار شوی چې د بې وزلو ستونزو او هغوی ته د ژوند د ښو شرایطو برابرولو ته دې پام وکړي.

د اکسفام ادارې خبرداری ورکړی که دې ستونزې ته پام ونه شي نو ولسونو کې به د نابرابرۍ په وړاندې غوسه زیاتې شي، چې د نورو لړزانده سیاسي بدلولونو سبب به شي. هماسې چې د تیر کال د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د امریکا خلکو ډونالډ ټرمپ ته رایې ورکړې او بریتانویانو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پلوي وکړه.

اکسفام ادارې حکومتونو ته د بډایو او بې وزلو تر منځ د واټن د راکمولو لپاره سپارښتنه کړې، چې پر شتمنو دې مالیې زیاتې او پر بې وزلو کمې کړي.

ددې ادارې په وینا حکومتونه او مشران باید په عامه سکتورونو کې پانګونې وکړي، د کار زمینې دې پراخې او ورځ مزد دې لوړ کړې. څو د ټولنې ټیټه طبقه د بسیا ژوند لرونکي اوسي.