اته (۸) خواړه، چې یخچال کې يې مه ساتئ

د ګرمۍ په دې موسم کې طبعي خبره ده، چې هر څوک هر ډول خواړه په یخچال کې ساتي. یخچالونه خواړه روغ ساتي او نه يې پریږدي، چې ضایع شي.

خو دلته موږ تاسې ته اته (۸) داسې طبعي خواړه در ښایو، چې که په یخچال مې هم ونه ساتل شي، نه خرابیږي.

۱ـ رومیان:

په یخچال کې که رومیان کیږدئ، هغه کلکیږي او خرابیږي. رومیان هیڅکله هم په یخچال کې مه ږدئ. رومیان همیشه په ازاده او تازه هوا کې وساتئ.

۲ـ الوګان:

که الوګان په یخچال کې وساتئ، خوند يې له مینځه ځي. الوګان په سر خلاصې پچۍ کې په ازاده فضا کې کیږدئ.

۳ـ پیاز:

د پیاز د ساتلو ځای هم یخچال نه دی. پیاز که په یخچال کې وساتئ، له ښې وځې.

۴ـ شات:

د شاتو ساتل په یخچال کې د هغې کیفت خرابوې.

۵ـ هوږه:

په یخچال کې د هوږې ساتل د هغې خوند خرابوې.

۶ـ کافي:

کافي په یخچال کې مه ساتئ. کافي په بند لوښې کې وساتئ. په یخچال کې نمجنه کیږي او خرابیږي.

۷ـ بریډ یا بازاري ډوډۍ:

بازاري ډوډۍ هم په یخچال مې مه ساتئ. په یخچال کې يې ساتل وچوي او له مینځه يې وړي.

۸ـ مڼه:

د مڼې ساتل په یخچال کې د هغې خوند او پوستکی خرابوي. مڼې په ازاده هوا کې وساتئ، څو يې خوند ثابت پاتې شي.