۱- د يوې خور ارزښت له هغه چا وپوښته چې خور نه لري.
۲- د لسو کلونو ارزښت له هغه مېړه او ښځې وپوښته چې تازه له يو بل څخه جدا شوي وي.
۳- د څلورو کلونو ارزښت د پوهنتون له فارغ شوي محصل څخه وپوښته.
۴- د يوه کال ارزښت له هغه زده کوونکي وپوښته، چې په سالانه ازموينه کې ناکام شوی وي.
۵- د يوې مياشتې ارزښت له هغې مور څخه وپوښته چې مړ ماشوم یې نړۍ ته راوړی وي.
۶- د يوې اوونۍ ارزښت د يوې اوونيزې له هغه ايډېټر څخه وپوښته،چې تمامه اوونۍ يې پرې تېره کړې وي.
۷- د يوه ساعت ارزښت له هغه مين څخه وپوښته چې د ملاقات په انتظار ناست وي.
۸- د يوې دقيقې ارزښت له هغه چا وپوښته چې په لاره او يا هم اوږد کتار کې په ناوخته کېدو الوتکې يا ملي بس ته نه وي رسېدلی.
۹- د يوې ثانيې ارزښت له هغه چا وپوښته چې په يوه پېښه کې روغ او ژوندی پاتې سوی وي.
۱۰- د يوې ميلي ثانيې ارزښت له هغه چا وپوښته چې د اولمپيک په لوبو کې یې د سپينو زرو مډال ګټلی وي.
۱۱- د يوه ملګري په ارزښت د پوهېدو لپاره هغه له لاسه ورکړه.
وخت هيچا ته صبر نه کوي،
د هرې شېبې په ارزښت پوه شئ ، په ارزښت به یې هغه وخت لا ښه پوه شئ چې که وکولای شئ هغه له نورو سره هم تقسيم کړئ.
کاپي…