د ټرمپ له عسکرو سره سفر!

لیکنه: شکرالله پاڅون

۱۳۸۷ یا ۱۳۸۸ لمریز کال به و، له ملي اردو او امریکايي عسکرو سره د یوې رسنیزې دندې لپاره د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ ته تللی وم، له سهاره تر مازیګره د شېرزادو په بېلابېلو کلیو کې وګرځېدو، هغه مهال شېرزاد د افغان او امریکايي ځواکونو د موټریزو کاروانونو او له ولس سره د ناستو ولاړو پر امنیت سمبال وو، تر ماموریت وروسته ملي اردو او امریکايي ځواکونه له شېرزادو په وتو شول، کله چې له شېرزادو په راوتې مملې ته راښکته شوي کمره سیمې ته رانږدې شو، امریکايي عسکرو ته یو شفر راغی، د موټر کاروان، چې د سفر واګې د امریکايي عسکرو په لاس کې وې، ودرېد، موږ له فضاء او سیمې د خوند اخیستو په نیت له موټرو ښکته شو، د ملي اردو عسکر هم ښکته شول، اخوا دېخوا خواره شول، په دې یو عسکر وویل، په لاره کې د دولت وسله والو مخالفینو( وسله والو طالبانو) کمین نیولی، امریکايي عسکر مخکې نه ځي.

د ټول سفر ټول غړي پر کمین پوه شول، د مخکې تګ امر نه کېده، امریکايي عسګر ځانونو ته کنځا کوي، چغې وهي، له حالته یې معلومېږي، چې ژاړي، خو د ملي اردو سرتیري اخوا دېخوا ګرځي، خاندې، له شنې فضاء خوند اخلي، د امریکايي ځواکونو پر حالت خاندي.

ما د ملي اردو له سرتیري وپوښتل، چې اوس به څه کېږي، مخکې به ځو، که همدلته به پاتې یو، هغه په خندا وویل: اندېښنه مه کوه، تر نیم ساعته یې حرکته ونه کړ، موږ مخکې کېږو، دوی ډارېږي، مخکې نه ځي، موږ بیا ډار مار نه لرو. مال نو دوی ولې چغې وهي؟ د ملي اردو عسکر راته وویل: دا یې لومړۍ چغې نه دي، دا بېچاره ګان چې کله هم له کمین سره مخ شوي، ژړلي یې دي.

رښتیا هم همداسې وشول، شېبه وروسته بل شفر راغی، کتار روان شو، خو دا ځل افغان زمریان مخکې او مېلمانه یې منځ کې له مرمیو وژغورل.

نو ټرمپ ته دې وویل شي، دا هېواد داسې سرتیري بچي لري، له مرمۍ نه ډارېږي، له کمین نه ډارېږي، ستا عسکر له کمین ژاړي او زما د عظیمې خاورې عسکر ستا د عسکرو په حال  خاندي.

تا نن ویلي، چې کولای شي، په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړم، روان جنګ وګټم. خو په دې هم ښه پوهېږې، چې په لس ورځو کې نه، چې لسو پېړیو کې به دې هم دا ارمان  پوره نه شي.