اسلام کې د حيا ارزښت او ګټې..!

م. بلال

د انسان د پيدايښت موخه د الله تعالی عبادت او د هغه رضا خپلول دي، او په دغه ستر هدف کې انسان هغه مهال بريالی کيدای شي، چې له داسې ناوړه چارو څخه ځان وژغوري، چې الله تعالی پرې ناخوښه کيږي. پوښتنه داده چې هغه کوم خوی او صفت دی، چې په خپلولو سره انسان د الله تعالی له ناراضي څخه ځان ژغورلی شي؟

ځواب دادی چې له ګناه او د الله تعالی له ناخوښۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره تر ټولو مهم صفت حيا دی، ځکه علماوو د حيا داسې پېژندنه کړې ده: حيا يو داسې کيفيت دی، چې انسان له ناوړه چارو، نامناسبو خبرو او ټولنيزو شخړو څخه ايساروي.

د حيا د ارزښت په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ډېر حديثونه روايت شوي دي، چې ځينې يې دا دي:
د حضرت ابو هريره رضي الله تعالی څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:«ايمان څه د پاسه شپېته او يا څه د پاسه اويا څانګې لري، تر ټولو بهترينه يې (لااله الاالله) ده او تر ټولو کمه يې له لارې څخه د زيان رسونکي شي لرې کول دي او حيا د ايمان څانګه ده». [الادب المفرد، باب الحياء، رقم الحديث: 598]

دغه راز له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روايت دی، هغه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو داسې سړي تېرېده، چې خپل ورور يې د حيا له امله ملامته کاوه ( داسې ورته ويل چې ډېره حيا زيان درته رسوي) رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «مه کوه! حيا د ايمان برخه او څانګه ده»[الادب المفرد، باب الحياء، رقم الحديث:۶۰۲] لنډه داچې حيا ډېر ارزښتناک، غوره او ګټور خوی دی، په خپلولو سره يې انسان له ډېرو ناخوالو څخه ژغورل کيدای شي او بې حيايي او بې شرمي ډېره لويه ناروغي ده، چې له امله يې انسان په ډېرو ګناهونو او ستونزو کې ښکېل کېدلی شي.