اضافه وېښتان او درملنه یې!

اضافه وېښتان په ښځو کې د ښایست لپاره یو لویه ستونزه ده. چې زیاتره اضافه وېښتان یې پر زنه، غاړه، سینه، د شونډو پر شاوخوا، او کله بیا پر لاسونو او پښو باندې لیدل کیږي!

په ځینو حالاتو کې دا ستونزه په ارثي شکل سره وي چې د کورنۍ نور غړي هم اضافه وېښتان لري.

د ځینو دواو استعمال په ځانګړې توګه د ستیرویدونو لکه بیتامتازون، تریامیسنولون… هم د اضافه وېښتانو منځ ته را تلو لامل ګرځي.

په ښځینه برخه کې د اضافي وېښتانو یو لوی لامل د نارینه ای هورمونو زیاتېدل دي، چې زیاتره یې د تخمدان د سیسټ په وخت کې لیدل کیږي.

په داسې حالت کې د وېښتانو د زیاتېدو سره کیداشي د سر وېښتان کمزوره شي، د بدن وزن زیات شي.

زیاتره وخت په ښځو کې میاشتنی عادت غیري منظم وي او پر مخ یې دانې هم راخیژي.

ډاکټر عبدالولي اعتماد وايي چې د اضافه وېښتانو د له منځه تلو لپاره کولای شو چې هغه په لاس سره وکاږو، د کریم په واسطه یې کمزوره کړو یایې دلیزر په واسطه د ټول عمر لپاره ورک کړو.

د اضافي وېښتانو د ټول عمر لپاره د منځه تلو په خاطر تاسې باید د پوستکي متخصص ته مراجعه وکړی، تر څو لامل یې درته په نښه او درملنه یې وکړي.

ددې تر څنګ په چاغو کسانو کي د وزن کمښت د اضافي وېښتانو په کموالي کي مرسته کولای سي.

په لیزر سره د اضافي وېښتانو درملنه یوه ګټوره او اسانه لار ده چي اوس مهال یې استعمال زیات او ګټور تمام سوی دی.

د پوستکي روغتیا او ښکلا مو زموږ سره تجربه کړئ!

ډاکټر عبدالولي اعتماد