د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده ، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي .
لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي :
۱- د سهار چای نه څښل :
هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي ، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي .
۲- زیاته ډوډۍ خوړل :
هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي .
۳- د سګرټ څکول :
د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي .
۴- د بورې څخه زیاته استفاده :
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي .
۵- ککړه هوا :
د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي .
۶- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی :
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول ، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې شي .
۷- د خوب پرمهال د سرپټول :
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي ، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاثیرات غورځوي .
کاپي: ډاکتر مسکا تنها څخه…