الو وېرا؛ د دې شنه بوټي ګټې

له مصر څخه ترلاسه شوي شواهد ښيي چې دغه بوټی ۶۰۰۰ کاله پخوا دودیزې درملنې لپاره کارول کېده. تاریخي شواهدو پر بنسټ دغه بوټی سطحي درملنې لکه ټپ او د پوټکي نورو ناروغیو لپاره کارول کېده. اوس دغه بوټی بې شمېره مېکروبونو او ناروغیو د ساه بندي، شکرې ناروغۍ، بې هوشۍ او پسوریازیس نومې ناروغۍ په گډون درملنې لپاره کارول کېږي. د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې په خوړو کې د دغه بوټي اضافه کول تایید کړي. الو وېرا د ښکلا بېلا بېلو توکو کې هم کارول کېږي.

برتانيې کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې دغه بوټی د هاضمې ستونزې اواروي. د الو وېرا جوس د خارښت ناروغي له منځه وړي او د معدې زخم درملوي. د پړسوب ضد ځانگړنې لري او بې شمېره ناروغیو څخه مخنیوی کوي.