امریکا کې د افغان مېرمنې مړی د خپل کور په یخچال کې موندل شوی

د یوې ۲۴ کلنې افغان مېرمنې ارزو مړی له څو ورځې لادرکۍ وروسته د واشنګټن د اسپوکن ښار کې د خپل کور په یخچال کې موندل شوی دی.

د امریکايي رسنیو په خبره، ددې مېرمنې مېړه د مې په ۲۸مه نامعلوم مقصد په لور امریکا پریښې ده.

د وژل شوې مېرمنې یوې ملګرې د هغې لادرکۍ خبره پولیسو ته کړې وه چې له څېړنو وروسته د نوموړې جسد موندل شوی دی.

درې ورځې وروسته د هغې ټوټه ټوټه شوی جسد د خپل کور په یخچال کې موندل شوی دی.

دغه مېړه او ښځه په ۲۰۱۵ کې له امریکایانو سره د افغانانو ژباړونکو لپاره د امریکا د ځانګړې ویزې (SIV) له لارې دغه هېواد ته ورغلي وو.

امریکايي رسنیو د ښځې د یوې ملګرې له قوله ویلي چې نوموړې له خپلې مېړه ډارېده. هغې ویلي څو وارې یې د ښځې په بدن د وهلو اثر لیدلی خو ډاډه نه وه چې د کورني تاوتریخوالي له امله دې وو.

د هغې په وینا د وژل شوې مېرمن مېړه له خپلې ښځې سره د کالو د اغوستو په بڼه هم اختلاف درلود.

دغه افغان مېرمن د دوو ماشومانو مور وه.

یو ماشوم یې ۱کلن او بل یې پنځه کلن وو.

د امریکا د فدرال پولیس د نوموړې قضیه څیړي او ماشومان یې د روزنې په یوه مرکز کې دي.

کاپي…